د طالبانو وروستۍ لیک څومره مهم و؟

خط اول:
ټاکل شوې نن د ناټو غړي هېوادونه په افغانستان کې د خپلو عسکرو د پاتې کېدو او یا له افغانستان څخه د خپلو عسکرو د وتلو په اړه ناسته وکړي. پرون ډېجیټل ژورنال ورځپاڼې لیکلي وو، چې ښايي د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې پرېکړه وشي، چې دوی په افغانستان کې پاتې کېږي او که خپل عسکر له افغانستان نه باسي. یادې ورځپاڼې لیکلي وو، چې په افغانستان کې وضعیت هسې روان نه دی لکه ناټو او امریکا یې چې تمه لرله. د ناټو دغه خبره تراوسه په اټکل ولاړه ده او ښايي د ناټو د دفاع وزیران پرېکړه وکړي، چې له امریکايي عسکرو سره یو ځای تر مې میاشتې پورې وځي او نور په افغانستان کې نه پاتې کېږي.
د تېرې سې شنبې په ورځ (سلواغې ۲۸مه) د طالبانو سیاسي مرستیال او د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر اخند له‌خوا د امریکا متحده ایالاتو ولس ته یو پرانیستی لیک خپور شو. دغه لیک ته په رسنیو کې پراخ انعکاس ورکړل شو؛ ځکه دغه لیک په ډېر مهم وخت کې خپور شو؛ ځکه د ناټو د دفاع وزیرانو غونډه کېدونکې ده. په دغه لیک کې د سولې په روان بهیر، د طالبانو او امریکا ترمنځ په شوې هوکړې، په افغانستان کې د جګړې په دوام، د امریکايي او ناټو عسکرو په پاتې کېدو، روانې شخړې ته د یوه سوله‌ییز حل په پیدا کېدو او د طالبانو له لوري پر خپلو کړو ژمنو د ولاړ پاتې کېدو په اړه پکې مهمې خبرې وې.«تاسو ته معلومه ده هر ولس هیله لري چې د خپلو اصولو او ارزښتونو په چوکاټ کې د هر ډول ګواښ، یرغل او برید له وېرې پرته ازاد ژوند وکړي. موږ په تېرو نولسو کلونو کې په افغانستان کې خپله مبارزه همدغسې ژوند ته د رسېدو لپاره جاري ساتلې ده. په ۲۰۲۰کال د فبروري په ۲۹مه نېټه د افغانستان د اسلامي امارت او امریکا متحده ایالاتو ترمنځ د دوحې تړون د همدې موخې لپاره لاسلیک شو، تر څو ټول بهرني نظامي ځواکونه، د هغوی ټول غیر ډیپلوماټیک ملکي پرسونل، شخصي او امنیتي قراردادیان، روزونکي، مشاورین او خدماتي پرسونل په ۱۴میاشتو کې له افغانستان څخه ووځي او بالمقابل د افغانستان اسلامي امارت ژمنه وکړه، چې د افغانستان له خاورې څخه به د هېڅ هېواد امنیت ته ضرر نه رسېږي.»
په دغه لیک ویل شوي وو، چې د افغانستان موضوع د زور او ځواک له لوري نه حلېږي او نه هم د جنرالانو په بدلون څه کېږي، بلکې دغه جګړه د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه ده، چې د افغان ولس سربېره یې امریکا ته هم درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي او هم یې د امریکا حیثیت ته زیان اړولی دی. «له نولس کلنو تجربو وروسته د عقل او منطق تقاضا دا ده چې نور په مکمل ډول د دې جګړې د پای ته رسولو لپاره رښتينې هڅې وشي او کړې ژمنې عملي شي، دافغانستان اسلامي امارت له خپل لوري د معضلې سیاسي حل ته رښتینی تعهد لري، په همدې مقصد یې لا له وړاندې په قطر هېواد کې د سیاسي دفتر د پرانیستلو اقدام وکړ.»
همدارنګه په دغه لیک کې د دوحې تړون ته په ژمن پاتې کېدو ټینګار شوی و او هم ډاډ ورکړل شوی و، چې افغانان په خپل منځ د راتلونکي اسلامي نظام قیام او تلپاتې سولې لپاره بین الافغاني هوکړې له لارې یوې پایلې ته رسېدلی شي. د دې سربېره ټولو ته لورو ته ډاډ ورکړل شوی و، چې نه د چا په چارو کې لاسوهنه کوي، نه چا ته زیان رسول غواړي او نه هم نورو ته اجازه ورکوي، چې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه وکړي. «دا یو مسلم حقیقت دی چې د ولس غوڅ اکثریت د اسلامي امارت حمایت کوي او دا د الله تعالی په نصرت د همدې ولسي حمایت نتیجه ده، چې زموږ مبارزه یې د کامیابۍ تر سرحده رسولې ده.»
د طالبانو لیک د افغان حکومت په مشرانو سم د توغندي ګوزار و. کله چې د طالبانو لیک خپور شو، د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر په افغانستان کې د ناټو له ملکي استازي «سټفانو پونټه‌کورو» سره ولیدل او له نوموړي یې وغوښتل چې په افغانستان کې خپل عسکر پرې ږدي. وروسته یې د ناټو د عمومي منشي جینز سټولټنبرګ د هغو څرګندونو هم هرکلی وکړ، چې طالبان باید تاوتریخوالی کم کړي.
خو پرون د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد افغان حکومتي چارواکو ته ولیکل، چې د دوی لیک د امریکا لپاره وو او په کابل کې ناست خلک دې خپل نوبت ته کېني. «د اسلامي امارت سر خلاصی لیک د امریکا لپاره و. په کابل کې ناست غلامان دې خپل نوبت ته کښیني.» د طالبانو نوی لیک ډېر مهم و او په ډېر مهم وخت خپور هم شو. که امریکا احیاناً تر مې میاشتې خپل عسکر ونه باسي، نو دا ځل به ډېرې سختې جګړې سره مخ شي. داسې ونه‌شي چې دوی د ویتنام په شان له خپلو اډو وتښتي او دلته پراته غلامان یې یوازې په تش میدان پرې ږدي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button