کرېکټ: د پاکستان سوپر لیګ نن د شپږو افغان لوبغاړو په شتون کې پیلېږي

عزم(شنبه، ۰۲، کب ۱۳۹۹): ټاکل شوې نن ماښام د پاکستان سوپر لیګ د شپږو افغان لوبغاړو په شتون کې پیل شي.
د پاکستان سوپر لیګ(PSL) پرې خپلې فېسبوکپاڼې لیکلي، چې لومړۍ لوبه د کراچي کینګز او کوټه ګلډیټرز ترمنځ په کراچۍ پیلېږي، چې د فبروري له ۲۰نه به د مارچ تر ۲۲مې روان وي.
د پاکستان د سوپرلیګ د شپږم پړاو ټولې سیالۍ دا ځل په پاکستان کې کېږي، چې د بېلابېلو لوبډلو له لوري ځينې افغان لوبغاړي هم اخیستل شوي دي.
محمد نبي عیسیٰ خېل او نور احمد لکڼوال د کراچي کینګز، راشد خان د لاهور قلندرز، مجیب الرحمن او وقارسلامخېل د پېښور زلمي او قیس احمد بیا د کوټه ګلډیټرز له لوري اخیستل شوي دي.
سږکال ګڼو افغان لوبغاړو د پاکستان سوداګریز لیګ ته نوملیکنه کړې وه، خو د دوی له منځه یوازې پنځه لوبغاړي په بولۍ کې واخیستل شول او وقارسلامخېل پرون د پېښور زلمي لوبډلو له لوري واخیستل شو.
د پېښور زلمي لوبډلې ویلي، وقار سلامخېل یې د سویلي افریقا د کیڼ لاسي توپوهونکي ډېویډ مېلر پر ځای په لوبډله کې اخیستی دی.
د پاکستان د کرېکټ بورډ ادارې ویلي، سږنۍ ټولې لوبې په لاهور او کراچۍ کې ترسره کېږي او د سږ کال یې د نورو کلونو په پرتله تکړه لوبغاړي هم ورته اخیستي دي.
په سږني پي اېس اېل کې د اسلام اباد یونایټېډ، ملتان سلطانز، لاهور قلندرز، پېښور زلمي، کوټه ګلډیټرز او کراچي کېنګز هغه شپږ لوبډلې دي، چې په دې لیګ به ولوبېږي.