لنډه کیسه: د شتمن غریب او د غریب شتمن زړه

په مخ یې خولې هماغسې بهېدې، د ښار ګرمي له کلي سخته وي، ځکه له کلي یې ګڼه ګوڼه، نفوس، راشه درشه او راکړه ورکړه زیاته وي، که کلي کې یو دوکان وي، دلته هماغه شان سل پیدا کیږي، کلی که دوه جوماتونه ولري، دلته شل وي.
زمونږ ټوله کورنۍ ډېره شتمنه ده، لاس مو تر ریاستونو، وزارتونو او ان ارګ پورې رسیږي، له کوچني دولتي ماموره تر ولسمشره ټول پېژنو؛ خو خدای خبر ولې بیا هم له خلکو ځان پټوو، کله چې له یو ځایه بل ځای ته سفر کوو؛ نو لسګونه ساتونکو، موټرو او وسلو ته اړتیا لرو. نه پوهېږم ولې داسې یو.
تېره ورځ له خپل ماما سره کلي ته لاړم. ښې خوندورې شیبې راباندې تېرې شوې؛ خو پلار مې غوسه شو، ویل یې: شتمن وګړي ډيرې دښمني لري، دوستان یې کم وي؛ ته بیا داسې احمقانه حرکت ونکړې، چې چېرته هم ځې باید چې ساتونکی (سیکورټي ګارډ) درسره وګرځوې. رښتیا هم هغوی زما ازادي راڅخه سلب کړې، په ښوونځي کې سیکورټي ګارډ، په جومات کې سیکورټي ګارډ. د کور دننه ساتونکی له کوره بهر ساتونکی. په لوبو کې محافظ په خیریه بنسټ کې محافظ. زما ټول ژوند یې راتړلی دی. که هر لور سترګې غړوم. یو نه یو وسله په لاس وګړی خو وینم. زړه مې چاودون ته نیږدې دی. بس یو تن دی چې زړه مې ورسره ښه کیږي. کلیوال سړی دی. عمر یې ډیر زیات؛ خو لا هم تندرست دی. په مینه خبرې کوي، د کوچني او لوی توپیر ورته نشته، د ټولو عزت کوي او هر څه (کار) په غړولو سترګو کوي. زه چې ډېر له خپل ژوند او ځوریدلي حالته ستړی شم همدې سړي ته ورځم. که څه هم د کور وګړي یې زمونږ د حیثیت وړ نه بولي.
هو! زمونږ د کور مالي یادوم (هغه تن چې زمونږ د کور بوټي او چمن اوبه کوي او داسې پالنه یې کوي لکه کوم خوږ اولاد). زه ورته مالي کاکا وایم.
زمونږ کور ته هره ورځ لوی او واړه، ښځې او نر، روغ او ناروغ، تندرست او معیوب… د خیر غوښتلو او سوال کولو له پاره راځي. که رښتیا ووایم ځینو ته یې ډیر خفه شم؛ خو بعضې مې بد راشي، چې ولې سوال کوي. پرون هم یوې کونډې زما د پلار مخه ونیوله. پیسې یې ترې وغوښتې؛ ویل یې: روژه په خوله ده او خپل اولاد ته خخوراک نشي برابرولی، دی (زما پلار، خان لالا) دې یو څه ورکړي. چې د زوی ژوند یې پرې ښه شي. زه یې په لیدو خواشینی شوم؛ خو معلومه نه ده چې ولې پلار مې ور کتل هم نه؛ همداسې ترې تیر شو. خو چې ښځه په ډیر بد وضعیت کې بیرته زمونږ له دروازې ستنېدله؛ نو مالي کاکا ور غږ کړل: لورې! لږ ودرېږه! هغه له جیبه ۱۰۰ افغانۍ ورته را ووستلې، چې د ده د ورځني معاش (افغانیو) نیمايي کیږي. مالي کاکا چې بېرته راغی، ترې و مې پوښتل: کاکا! ابا مې ولې هغې ښځې ته پیسې ورنکړې او تا ۱۰۰ افغانۍ ورکړې. وویل: نه پوهېږم! ښايي ابا ته یې عزت درلود ځکه یې څه نه ویل. خو چې ډیر مې راټینګ کړ؟ ویې ویل: دا کار لوی زړه غواړي!
په همدې ورځ پوه شوم چې یو څه ورکول هم لوی زړه غواړي، ازاد ګرځېدل او ازاده ساه اخیستل هم یو ستر زړه غواړی هغه زړه چې ابا نه درلود!
لیکنه: سمسور

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button