نثر: نوی عصر!

پلار یې په کروندو کې د نورو خلکو مزدوري کوله؛ خو زوی یې ټوله ورځ په عیش او عشرت تیروله، بې حیايي او بې شرمي پرې ختمه وه.
د کلي ټولو خلکو ترې شکایت کاوه؛ خو ده به ویل: زما پرې څومه، دوی لا څوک دي.
کور کې یې وچه ډوډۍ نه وه؛ خو ده به د قرض په پيسو غوښې او غوړه ډوډۍ خوړله.
د پلار یې یوه جوړه زړې جامې وې؛ خو ده دوو حالتونو (ژمي او اوړي) ته پنځه، پنځه جوړه جامې درلودې.
ورور یې سهار، غرمه او ماښام په خواري او غریبي بوخت و؛ خو دی به په لارو کوڅو کې د کوڅه ډبو په شان ګرځېده.
ټول ژوند د نورو په مټو را لوی شو؛ خو خپله یې څوک را لوی نه کړل.
د خپل عادت د پوره کولو له پاره یې هر ځای سوال وکه؛ خو له ده چا هم د ښو په اړه سوال څه چې تمه یې هم ترې و نه کړه.
دی به هر وخت په بدو مصروف و؛ خو د نورو بد یې نه شو زغملی.
ده به په ویښتو او ږیره عجیبه لوبې کړې وې، مګر چا به ور پورې نه خندل؛ خو ږیره درلودونکي کسان یې وحشي بلل.
هغه هر څه د خپل کلتور برعکس وکړل او په اخیر کې یې وویل: دا ماډرن زمانه (نوی عصر) دی، اوس باید هر هغه څه وکړو، چې پخوا نه کېدل.
لیکنه: سمسور

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: