سیرت النبي (شپږمه برخه):

لیکنه: مفتي محمد شفیع
ژباړه: ا.محمد علي
د رسول الله صلی الله علیه وسلم د میرمنو د شمیر اړوند اړینه خبرتیا:
د یو سړي لپاره د ډېرو میرمنو ساتل له اسلامه وړاندې هم تقریباً په ټولو ادیانو کې جائز ګڼل کېده. په عربو، هندوستان، ایران، مصر، یونان، بابل، اسټریا او د نورو ملکونو په هر قوم کې د ډېرو ودونو دود جاري و. او د دې له فطري اړتیاو څخه نن هم انکار نشي کېدای. اوسمهال اروپا د خپلو پخوانیو خلاف د ډېرو ودونو د ناجائز بللو کوښښ کوی؛ خو بریالۍ نشوه او بالاخره فطري قانون پرې برلاسی شو اوس د دې (ډېرو ودونو کولو) رواج عامولو کوښښ کوي.
مسټر ديون پورټ چې یو عیسوي پوهاند دی، د ډېرو ودونو کولو په ملاتړ کې یې د انجیل د ډېرو آیتونو له نقلولو وروسته لیکلي: له دې آيتونو څخه جوتیږي چې د ډېرو ودونو کول یوازې غوره او خوښ کار نه دی، بلکې الله جل جلاله یو ځانګړی برکت په کې اېښی. «۱» (لائف: د جان ديون پورټ لیکنه ۵۰ مخ وګورئ). «۲»
دا د کتلو وړ خبره ده چې: له اسلامه وړاندې د ودونو د شمیر هيڅ حد نه و، یو یو شخص په زرګونو ښځې ساتلی شوې. د عیسویانو پادریانو د ډېرو ودونو کولو عادت درلود. تر اوولسمې عیسوي پيړۍ پورې په جرمني کې دا عام دود و. د فلسطین واکمن او د هغه ځایناستو خورا زیاتې ښځې درلودې.
همداراز له (ویدي) تعلیم نه برېښي چې تر نامعلوم شمیره پورې ودونه کول یې روا ګڼل او له هغه څخه د لسو لسو، دیارلسو دیارلسو او اوه دیرشو اوه دیرشو ښځو په یوه یوه وخت د یو ځای کولو اجازت معلومیږي. «۳»
لنډه دا چې: له اسلامه وړاندې د ډېرو ودونو کول، په نامحدود ډول رواج و، تر دې چې: د ادیانو او هېوادونو له تاریخ څخه څرګندیږي، چې هیڅ دین او هېواد حد نه و ورته ټاکلی، نه یهودو، نه نصاراؤ، نه هندوانو، نه اریایانو او نه پارسیانو. د اسلام په لومړنیو وختونو کې هم پرته له تحدیده (بریده) دا رواج روان و. د ځينې اصحابو کرامو رضی الله عنهم په نکاح له څلورو زیاتې ښځې وي. د حضرت خدیجې رضی الله عنها له وفاته وروسته د ځينې ځانګړو اسلامي اړتیاو مطابق د رسول الله صلی الله علیه وسلم په عقد کې تر لسو پورې بیبیانې جمع شوې.
بیا وروسته د ډېرو ودونو کولو له امله د ښځو حق وهل کېدل (له منځه تلل) پيل شول، په سر کې خلکو هم ډېرې نکاح ګانې کولې، بیا یې د هغو حقونه نه شو ادا کولی. قران عزیز کې ابدي قانون، چې له نړۍ څخه ظلم او زور له منځه وړي، نازل شو، هغه فطري اړتیاو ته پاملرنه وکړه، د ډېرو ودونو کول یې بیخي منع نه کړل، خو د هغه د ناوړه پایلو سمولو په موخه یې د یو حد ټاکلو په اساس دا الهي لارښوونه نازله شوه. چې اوس تر څلورو پورې میرمنې په نکاح کولی شئ په دې شرط چې: تاسو د څلورو واړو حقوق په مساوي توګه ادا کړي. او که داسې نشي کولای، بیا له یوې څخه د زیاتو کول ظلم دی. د امت په اجماع سره له څلورو ښځو څخه د زیاتو په نکاح سره جمع کول حرام دی. هغه اصحاب کرام رضی الله عنهم چې له څلورو زیاتې ښځې یې په نکاح کې وې، رسول الله صلی الله علیه وسلم حکم ورته وکړ. هغوی څلور وساتلې او نورې به یې طلاقې کړې، حدیث شریف کې راځي، حضرت غیلان رضی الله عنه چې مسلمان شو، نو لس ښځې یې په نکاح کې وې، رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه ته امر وکړ چې: څلور له ځان سره وساته او پاتې نورو ته طلاق ورکړه. همدارنګه نوفل بن معاذ رضی الله عنه اسلام راوړ او د هغه په نکاح کې پنځه ښځې وې. رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه ته د یوې طلاقولو حکم وکړ. (تفسیر کبیر ۱۳۷ مخ ۳ ټوک).
د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم سپېڅلې بیبیانې هم د دې عام قانون له مخې باید له څلورو څخه زیاتې نه وي؛ خو دا هم څرګنده ده چې: امهات المؤمنین د نورو ښځو غوندې نه دي، خپله په قران عزیز کې ارشاد دی: ینساء النبي لستن کاحد من النساء. اې د نبي صلی الله علیه وسلم میرمنو تاسو د نورو ښځو غوندې نه یاستئ!
هغوی د ټول امت میندې دي، د رسول الله صلی الله علیه وسلم له رحلته وروسته یې څوک نشي نکاح کولی. که د عام قانون لاندې له څلورو پرته نورو ته طلاق ورکړي او جلا یې کړې، نو دا پر هغوی څومره ظلم دی، ځکه هغه به د ټول عمر لپاره معطلې وي. او رحمة للعالمین څو ورځنۍ ملګرتیا به د هغوی لپاره عذاب جوړ شي، چې دلته د فخر عالم صلی الله علیه وسلم له ملګرتیا نه خلاصې شوې او بل خوا دوی ته د دې اجازه نشته چې بل ځای خپل غم غلط کړی.
له دې وجهې هیڅ مناسب نه و، چې سپېڅلې بیبیانې د دې عام قانون لاندې راشي، په ځانګړي ډول د هغو ښځو په اړه چې د دوی نکاح له دې امله شوې وه، چې خاوند یې په جهاد کې شهید شوی و. او بې سره و سامانه وه، رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغې د زړه ساتلو په موخه نکاح ورسره کړې وه. که چیرې یې هغه طلاقه کړې وای، نو پر هغې به څه تېرېدل، نو دا ښه خواخوږي او همدردي وه، چې هغه د ټول عمر لپاره له نکاح څخه بې برخې کېده. له دې امله د الهي حکم سره سم له څلورو څخه د زیاتو بیبیانو ساتل یوازې د رسول الله صلی الله علیه وسلم ځانګړ تیا شو. همدارنګه د هغه د کورني ژوند حالات چې د امت لپاره د دین او دنیا ټولو معاملاتو کې تګلاره ده، هغه مونږ ته یوازې د پاکو بیبیانو په واسطه رارسېدل. او دا یو داسې هدف دی، چې د هغه لپاره نه (۹) میرمنې هم لږ دي. چې هغو حالاتو ته پام وشي، ایا داسې څوک ویلی شي (معاذالله) چې دا ځانګړتیا پر نفساني غوښتلو راڅرخېده؟

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: