چې هغه ۶۰۰۰ ښوونځي جوړ شول؟!

نن د ۱۳۹۹ کال وروستۍ میاشت (حوت/کب) پیل شوه او ۲۹ وروسته به نوی ۱۴۰۰ کال پیل شي؛ خو د افغانستان د پوهنیز نظام سیستم او جوړښت لا هم له ګڼو ستونزو سره مخ دی.
حکومت ۱۳۹۷ کال پوهنې، امن او ثبات ته د ورګرځېدو پر ځای برعکس په جګړو سره پیل کړ؛ خو سره له دې د حکومت مشر اشرف غني د همدې کال په پای کې اعلان وکړ چې راتلونکی ۱۳۹۸ کال به د پوهنې کال وي او او په همدې کال به سلګونه تړل شوي ښوونځي بیرته پرانیستل شي، ورانو ویجاړو ښوونځیو ته به ودانۍ جوړې شي او ۶۰۰۰ نوي ښوونځي به هم جوړ شي.
دا دی ۲ کلونه تېر شول؛ خو د ارګ مشر ژمنه پوره نشوه. نه یوازې دا چې شته ښوونځي مو هم وتړل شول؛ بلکې ګڼ شمېر نور یې د جګړو له امله وتړل شول، امنیتي پوستې ترې جوړې شوې. که څوک یې بېلګې غواړي ټول هېواد ترې ډک دی؛ زه به یې د ننګرهار په شینوارو، د هلمند په نادعلي او د لوګر په خوښۍ ولسوالیو کې بېلګې وروښیم او انځورونه به ور ولېږم. تېره اونۍ لوګر ولایت کې د کډوالو ښارګوټي ته ورغلی وم. دوه ابتدائیه ښوونځي یې لرل، چې یو ګولیو سوری کړی و او د بل له ټولګیو محلي پولیسو (اربکیانو، سنګوریانو) د تشنابونو او بیت الخلاؤ کار اخیسته.
زمونږ د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې له ۴۰ تر ۵۰ سلنې ښوونځي ودانۍ نلري او له ۷۰ نه تر ۸۰ فیصده یې د ښوونکو له شدید کمښت سره مخ دي.
د کتابونو، کتابچو، تختو، میزونو او کرسیو کمبود خو له سلنې هم وتلی دی. که کوم یو ښوونځی هر څه پوره ولري؛ نو پرسونل یې کم وي؛ دا هر څه پټیږي او د حقیقت نه ښکاره کېدلو له امله حکومت په لویو ښارونو کې څو نمونه یي ښوونځي جوړ کړي، چې نړیوالو ته یې هر وخت مثبت انځور وړاندې کوي؛ خو د لیرې پرتو ولسوالیو له خیالي ښوونځیو او ښوونکو هیڅ خبر نه دي او که خبر دي؛ نو ځان پرې نه پوهه کوي.
دا خو معلومه ده چې سږ کال کرونا وه او د پوهنې شته نظام لا پسې ونړېده؛ خو تېر کال هم کومه ستره لاسته راوړنه نلرو او په تېر ۱۳۹۸ کال کې هم له بل هر څه زیات ښوونکي، زده کوونکي او ښوونځي وځپل شول.
نو په همدې بناً وایم چې د اشرف غني له لوري د ۶۰۰۰ ښوونځیو جوړولو ژمنه هم داسې وه، لکه ټولې نړۍ سره د هوايي دهلیزونو له لارې د افغانستان نښلول.
ځکه لا هم ګڼ ښوونځي تړلي دي، له ۴ میلیونو زیات افغان ماشومان ښوونځیو ته نشي تللی، له زرو زیات جوړ او ودان ښوونځي تړل شوي، چې په علت یې تاسې له ما هم ښه پوهېږئ. د شته ښوونځیو کیفیت او د زړه کړو کچه له صفر سره ضرب ده. «کمه استثنا پکې شته»!
اوس چې ۶۰۰۰ ښوونځي هم جوړ نشول او د پوهنې په ډګر کې کوم ستر پرمختګ هم ونشو؛ نو حیران یم چې همدغو ښوونځیو ته ځانګړې شوې ۲۰۰ میلیونه ډالر بودیجه به په کومه خوا تللې وي؛ په دې خو یقیني یم چې د افغان ولس په خیر نه دي لګول شوې.
نو وړاندې له دې چې د پوهنې نظام د پیاوړتیا له پاره تشې وعدې وشي، باید عملي او پر ځای ګامونه واخیستل شي، چې له مخې به یې یو لور ته د نوي نسل راتلونکې هم روښانه او بل لور ته به مو هېواد هم له روانو ناخوالو خلاص شي.
لیکنه: عباس عابد

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button