له غوسې وروسته خلک څنګه بېرته پخلا کړو؟

غوسه کېدل یو فطرتي او طبعي عمل دی؛ مګر که د تل په څير یې وزغموو؛ ښايي ځینې ذاتي او ټولنیزې ستونزې ترې پیدا شي. د غوسې په کنترول کولو سره کولی شو خپله زندګي، ملګري، خپلوان او کورنۍ خوشحاله وساتو.
معلومه خبره ده، چې د کور حالت او د کورنۍ د غړیو غوسه، بده رویه او بد سلوک چې څومره زیاتیږي، د ماشومانو (کوچنیو انجونو او هلکانو) په فکر او فعالیت باندې هومره بد اغېز کوي.
دا حقیقت دی، چې مونږ هم کله ناکله غوسه کیږو او یا د بدې رویې ښکار شو؛ مثلاً په ښار کې د ترافیک د زیاتوالي او بندښت، په دفتر کې د ترقي او ښه مقام نه موندلو، په خپل وخت د کار نه ترسره کېدلو او ان کله ناکله د معصومو ماشومانو د شور له امله؛ خو پوښتنه دا پیدا کیږي، چې مونږ د غوسې پر مهال څنګه رویه اختیارو او هغې وروسته څه وکړو؟
کله مو چې ذهن له غوسې وروسته سوړ شي؛ نو ځينې لاندې فعالیتونه سرته ورسوئ:
۱ــ مخ اړول:
کله چې پر یو چا غوسه شو او پوهیږو چې غوسه مو نوره هم زیاتیږي؛ مهمه ده چې له هغه نه مخ واړو او خپل ځای ته تغیر ورکړو، چې دا کار مو غوسه کنترولوي او مقابل کس هم زمونږ له زیاتې غوسې ژغورل کیږي.
۲ــ خبرې کول:
له خپلې کورنۍ یا هغه چا سره چې پرې غوسه شوي یئ؛ د غوسې او کاوړ په اړه خبرې وکړئ. هغه لاملونه ورته وښایاست چې غوسه ترې پیدا کیږي. تر څو په راتلونکي کې کوم بد کار ترسره نشي.
۳ــ بښنه غوښتل:
کله مو چې غوسه پای ته ورسېده او څوک هم درنه خفه شول؛ تر ټولو وړاندې یې پخلا او وروسته یې ونازوه، مینه ورکړه او په ښو خبرو یې تېر حالت ور بدل کړه.
۴ــ پښېمانتیا ښکارول:
له غوسې وروسته؛ هر چا ته چې غوسه شوئ، خپله پښېمانتیا ورته څرګنده کړه او په زغرده ووایه چې ښه مې نه دي کړي.
۵ــ د وقفې اخیستل:
که څه هم په لومړیو کې ډېره سخته ده؛ خو که کوښښ وکړئ او خپل عادت یې وګرځوئ؛ نو کولی شئ په خپلې غوسې قابو پیدا کړئ او د دې له پاره تر ټولو زیاته د وقفې اخیستل مهم دي. یعنې کله چې سخته غوسه درشي په منځ کې یې یو دم چوپ شئ چې ښايي په دې سره ستاسې غوسه کنټرول شي او مخامخ کس هم لږ وروسته درسره عادي شي او تاسې درک کړي.
خالد مشال

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: