طنز: د اشرف غني د چیغو تاوان

زمونږ يو کليوال د لارئ چلونکئ وه. د لارئ بريکونه به يې هر وخت يې خراب وه. په ازره کې يې لارئ د کوچيانو په رمه باندي ورخيځولې وه. درې څلور ميږې يې ورته وژلې وې. کوچيان ورباندي راټول شوي وه چې د ميږو پور ورکړي. د ميږو قيمت ټول پنځه زره يا کم او زيات شوئ وه. زمونږ کليوال ورته ويلي وه چې ستاسو مې پنځه ميږې وژلي او زما د يو لکو افغانيو موشم خراب شوئ ده. کوچیان حيران شوي وو چې موشم به د ټرک غټه پرزه وي او هغه پرزه يې خرابه شوې ده. اخر کوچيانو پريکړه داسې کړې وه چې ځه ته د خپل موشم جوړ کړه او مونږ به له خپلو ميږو څخه تير شو.
مطلب مې داوه چې که په اخر کې ولس غني ته وویل چې ستا ټاکنيز شعار “حساب غواړم او حساب ورکوم” وه، نو اوس حساب راکړه!
مونږ خو هسې هم ورته ساده بړينګان ښکاريږو. که سرچپه يې په مونږ باندې دعوه وکړه چې زما د قهقهو خنداګانو، د سيرت د کتابونو، شعرونو او د درباري چاپلوسانو د لاسونو د پړکا موشم مو راته خراب کړۍ ده او تاوان حتماً غواړم!
بيا به مونږ ورته وايو چې ته د موشم له خرابيدو تېر شه او مونږ به له حسابه تير شو.

ع.وحید

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: