د ارګ پبلشران!!!

بچیان به دې دخپل ژوند د نویو لارو اوکاروبار په سلسله کې یوازې پرېږدي،ملګري به درڅخه جلا شي، دښو ورځو یارانو به درنه مخ اړولی وي، ډېرو به خپلې سترګې هم بدلې کړې وي.
په دغسې وضعیت کې به ته څه کوې،څه کولی شې؟
وار مه خطا کوه، کتاب ستا له ملګرتیا او دوستی لاس نه اخلي.دکتاب ملګرتیا د ریا، یا یوازې د ښو ورځو هغه نه ده.
د کتاب کیسه چې څومره پخوانی ده بیا هم کلیشه یې او تکراري نه درلګي.
کتاب بې پولو، بې بریده، بې پاسپورته بې ویزي درسره ملګرتیا پالي. دکتاب نړی ډېره پراخه ده،چایې جغرافیه نه ده محدوده کړې، نه یې شی محدودولی.
ځینې غواړي یا یې غوښتي چې دغه نړی لکه ددوی ذهنونه او ظرفیتونه تنګه او تیاره وساتي خو نه دي توانېدلي.
دکتاب ملګرتیا چا ته په میراث پاتې وي،د چا له مشرانو سره په ناسته ولاړه اعتیاد ګرځېدلی وي.
هره نشه اعتیاد دی، قدرت،
چوکی اومقام هم یوه نشه ده،
دومره خطرناکه چې دځینو خو سړیتوب ته هم دپای ټکی ایښودلی شي.
کتاب پر شوق سربېره ، شراباً طهورا نشه ده.
د درانه لیکوال حاجي ولي محمد خبره دکتاب وږم اوبوی له فرانسوي عطرو هم دماغ تازه اوتاند ساتي.
ده لسېزې وړاندې له موږ دخپلې خوښې د وږم اوبوی
پوښتنه کړې وه،چا دګلاب وږم یاد کړ،چا دسنځلګل، چا نور…
خو ولي موږ ټول مات کړو.
ده ویل چې له هرڅه دکتاب وږم یابوی ښه پرې لګي.
تاسې کتاب پرانیزي لږ پرې ورټیټ شی دکتاب وږم به مو
سملاسي دماغ ته در رسېدلی وي.
زه چې کله هم کتاب پرانیزم، ولي او خبره یې پر زړه را اورېدلي وي.
دمیراث خبره مې تر دې پورې وکړه چې کتاب زما دپلار شوق و، داسې چې که به یې د
مطالعې فرصت نشوای موندلی
دکتاب له ترلاسه کولو یې زړه نشوای صبرولی.
دکتابو لټون یې بوختیا او که ووایم مرض ګرځېدلی و.
د ژوند په ورستیوکې دمجدد الف ثاني په مکتوبات پسې لالهانده و، ما ورته دیاد کتاب بیلابیل اېډیشنونه رانیول خو دده زړه په هغه نسخه پسې ختلی و، چې مولوي نصرالله [ دکلای جواد خطیب مولوي سلطان جان ورور، دوردګو د میدان اوسېدونکي]پرې شرحه او تعلیقات لیکلي وو او ما له خپل غفلت ونشوای موندلی.
استاد رفیع دغه شوق زموږ
نشه وګرځوله، زما او هاشمي صاحب ترمنځ یې سخته سیالي او مسابقه رامنځ ته کړې وه.
لاهور کې دیکشنبې پرسهارچې د نوې انارکلۍ بازار له یوه سره تربل د زړو کتابو بازار لګېده،هر یو په دې لټه او هڅه کې وو چې له بل دمخه ځان وایستلی شي. سیالي پخپل ځای خو لورېینه دومره که به مو له نایابو کتابو دوې نسخې موندل نودبل لپاره به مو د واړه رانیولي وو.
ځوانی ښه وه په کتاب پسې به مو له منډو خوند اخیست خو په زړبودی کې چې نشه دې هم سر ته ختلې او دکتاب حرص لا پسې اخیستی وې،بیا نو خوره ډغرې.
داسې وختونه ډېر راغلي چې جېب به یا د ګېډې غم را خوړلی شوای یا د روح اومغزو.
په خدای چې ګېډې ته مې په شاکولو دروح اومغزو تنده ماته کړې.
له تاسې څه پرده چې اوس دکتاب غلا ته هم نشم ټینګېدلی. یوه ملا یوڅه په څنګ تر غوږ راتېره کړې چې د کتاب په غلا کې حد ساقط دی.
راغله دکتاب دسوال خبره نو دشرم احساس مې په دغسې سوال زیندی کړی دی.
کله چې دعلومو اکاډمی مشر درانه شکېب صاحب د اکاډمی په چاپ شویو کتابو ونارولم، ګورم په یو دوو کارتنو کې دمرحوم شپون نثري کلیات او دخټک بابا کتاب ښکاري، په پوښتنه رامالومه شوه چې دورکرې حق یې دولسمشر سلاکار لال پاچا ازمون له ځان سره خوندي ساتلی.
دتلیفون په شمېره مو ونشوای موندلی،خو فیسبوک کې مو سره وموندل.
په نن سبا کې خبره میاشتې ته ورسېده.
اسددانش ته مې یاده کړه،ویل
بېغمه شه نه یې درکوي.
له علت یا له خپلې ګنا خطا مې چې وپوښت پخپل مخصوص انداز یې وروځې پورته واچولې،ویل بس نه یې درکوي…
ماویل کتاب دی څه شبنامه خو نه ده، ولې به یې نه راکوي؟
ویل تاته یې نه درکوي یکې وخلص.
یوملګري وویل: ددې لپاره یې نه درکوي چې ته پیسه دار یې له لندن راغلی یې باید رایې نیسې.
ماویل سمه ده، داطلاعاتو کلتور وزارت خوا کې بیهقي کتابپلورځي ته ورغلم، ویل نشته،څونوروکتابپلورځیو کې مې وکتل درک یې نه و.
ازمون پاچا ته مې ولیکل چې
که له کوم کتابپلورځي سره مو ایښي وي نو ترې را به یې نیسم.
ځواب یې رانکړ.
اوس نو زما او ده په لیک رالیک دوې میاشتې اوښتې وې،چې یوملګري له یوه بوین راز څخه خبر کړم.
د راز خبره دا چې ددغو کتابو بل دزر او پینځه زره ټوکه ترمنځ تېرېږي خوچاپ شوي وي سل ټوکه، نو چې د مات لاس په څېر یې ونه ساتي څه به کوي؟
په معارف،روغتیایې سکتور اوکتاب کې غبن او درغلي دایمان اوضمیر دمسخه کېدو او بایلات نښه ده. په حقیقت کې د درغلی او فساد زمینه خپله سرکار برابره کړې، که نه دکتاب دچاپ یې له ارګ او سلاکارانو سره څه؟
اطلاعات وکلتور وزارت او بیهقي د څه لپاره؟
کتاب چې مارکېټ ته ونه وځي داسې دی لکه له سره چاپ شوی نه دی.
دوخت وخت خبره ده، له مرحوم استاد شپون سره چې موږد سمڅې یاري ساتله ددې ماشومانو دپیو غاښونه نه وو لوېدلي.

شهرت ننګېال

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: