د امریکايي عسکر ۵۲ کاله پخوانۍ ورکه شوې بټوه پیدا شوه

عزم (شنبه، ۲ کب ۱۳۹۹): ښايي ډیری وخت درنه کوم قېمتي شی ورک شوی وي او ژر به مو موندلی وي؛ خو کله مو اوریدلي دي، چې نیمه پېړۍ وروسته مو کوم ورک شی بېرته موندلی وي.
د AP اژانس د راپور پر اساس د امریکايي سمندري پوځ د یو تن عسکر بټوه ۵۲ کاله وروسته پیدا شوې ده.
راپور زیاته کړې: د امریکا له کالیفورنیا ایالت سره اړه لرونکي پال ګریشم خپله بټوه په ۱۹۶۰ م کال په انتارکتیکا کې د خپلې وظیفې (څارنې) پر مهال ورکه کړې وه، چې ۵۲ کاله وروسته بېرته د هغه لاس ته ورغله.
راپور وړاندې لیکلي: تېره میاشت په انتارکتیکا کې د امریکايي بېس ودانۍ له نوې سره جوړېدله چې د ۹۱ کلن پال ګریشم بټوه هم پکې له ۵۰ پېړۍ وروسته وموندل شوه.
پال ګریشم AP اژانس ته ویلي، چې د هغه په بټوه کې د پیسو ترلاسه کولو رسیدونه، د موټر چلوولو لایسنس او د پوځ پېژندپاڼه هم و، چې اوس یې بېرته ترلاسه کړي دي.
نوموړي ویلي: د یادې بټوې په بېا موندنې سره ډیر خوشحاله او حیران دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: