ټیلیګرام زیات ډاون لوډ شوی او فیسبوک ډیر کارېدونکي پروګرامونه شول

عزم (جمعه، ۱ کب ۱۳۹۹): د واټس اپ د نوې محرمېت پالیسۍ له امله د مېسجونو کولو بل پروګرام ټیلیګرام تر ټولو زیات ډاون لوډ شوی پروګرام شو.
ټیلیګرام چې سږ کال په جنوري میاشت کې له فیسبوک، انسټاګرام او ټیک ټاک هم زیات داونلوډ شوی په کارونکو کې یې بې حده زیاتوالی راغلی دی.
ویل کیږي، چې جنوري میاشت کې ۳۶۰ لکه خلکو ټیلیګرام ډاون لوډ کړی، چې د تېر کال د همدې میاشتې په نسبت یې ۳.۸ چنده زیاتوالی موندلی دی.
باید وویل شي چې ټیلیګرام تر ټولو زیات په هندوستان او اندونیزیا کې ډاونلوډ شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې تېر ۲۰۲۰ کال کې ټیلیګرام تر ټولو زیات ډاونلوډ شوی ۹ انټرنیټي پروګرام و.
له ګوګل پلي سټور پرته په ایپ سټور کې ټیلیګرام په ۴ نمبر زیات ډاونلد شوی ایپ دی؛ خو ایپل سټورو کې یې بیا ځای ۵ دی.
په ۱۲ جنوري کې ټیلیګرام ادارې وویل، چې: کارونکي یې له ۵۰ کروړو زیات شوي، چې ۳۸ سلنه یې په اسیا،و ۲۷ سلنه اروپا او ۲۱ سلنه امریکا کې دي.
بل لور ته فیسبوک په ۲۰۲۰ کال او د روان کال په جنوري میاشت کې تر ټولو زیات کاریدلی پروګرام شو.
د فیسبوک ادارې ویلي، چې هره ورځ شاوخوا ۱۸۴ کروړه خلکو فیسبوک استعمال کړی چې د تېر کال په نسبت یې ۱۱ سلنه زیاتوالی موندلی دی.
د معلوماتو پر بنسټ شاوخوا ۳۳۴ کروړه فیسبوک ادرسونه په میاشت کې یوځل کارول کیږي.
په همدې بنا ویلی شو چې د نړۍ ۵۰ سلنه وګړي په میاشت کې یو ځل فیسبوک کاروي.
باید وویل شي چې فیسبوک ادارې تېر کال له اکتوبره تر دسمبره ۲۸۰ کروړه عاید درلودل، چې د ۲۰۱۹ کال په نسبت یې ۳۱ سلنه زیاتوالی موندلی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button