ويده شه، خو کيسپ مه شه سمونګره!

د فاسد نظام په منلو سره د افرادو تصحيح ته کار کول او د ګوند په توګه د سمون خوبونه ليدل, ځان تيرويستل دي يا نور غلطول دي!

له صحيح نظام پرته سمونوال خپل ځان نشي سمولی، نور به څنګه سم کړي؟!
يواځي صحيح نظام دی چې موږ به له ډيرو نارواو ساتي …
نظام مو هم د معصوميت درجې ته نشي رسولی, اما نظام بايد خپله خو عصمت ته منسوب وي.
کوم سمونګر چې فاسد نظام ته لاس په نامه وي نو دوی به خپله د فساد وروڼه وي.
قسم ته اړتيا نشته خو يقيني يم چې له يو خډر اربکي نه هم زيات ګناکار يم; ځکه د هغوی ګناوي مې په سترګو نه دي ليدلې, اما خپلې مې سلګونه ګناوي ياد دي او لا هم په ګناو سر يم، دوام ورکوم – خو په شهرناپرسان کې ماته هم د سمونوال او لاروښود نوم اخيسته شي…!

که زه ګناه نه کوم د فاسدې ټولنې بوج مې ورته اړباسي، په فاسده ټولنه کې یواځي پيغمبر پاک پاتيدلی شي, هغه هم ځکه چې د ﷲ ﷻ له لوري کابو کيږي، نور نو د پيغمبر کورنۍ هم له فساده سالمه نه پاتیږي !.

يواځي نظام دی چې ټولنې اصلاح کولی شي; کله چې ټولنيز فساد له منځه لاړ, هغه وخت بيا اصلاحي حرکت ګټور تمامیدای شي, اصلاحي هڅې نتيجه ورکوي;
د صحيح نظام ترچتر لاندي د افرادو د اصلاح لپاره فردي, اجتماعي، علمي, عملي او هرډول زيار مثبته نتيجه لري…
اما په فاسد نظام کې دننه د اصلاح هلې ځلې يواځي د ځان د لړلو په معنی ده.

هو, که په ټولنه کې د ايمان څرک نه وي، اسماني دين نه وي; د فرعون, نمرود او ابوجهل زمانه وي, د هغوی نظام او دبدبه وي, د هغوی قومونه هغوی ته په سجده وي بيا نو د فرد په توگه اصلاحي کار هم غنيمت ده…
خو په ټوله کې ټول اسلامي هيوادونه, خصوصاً افغانستان په دغه حالت کې نه دي -لله الحمد; دوی وايې دلته %99 خلک مومنان و؛ نو د غير مسلمانو کاپي نظام ورباندي تپل به د عقل, نقل, وجدان او هيوادپالنې نقض وي; څوک چې په مومن ولس هغه نظام تپي چې له کفري ټولنې کاپي شوی وي هغوی به له عقله بي برخې, له ﷲ ﷻ نه باغي, له غيرته خلاص او په خيانت ککړ وي!.

دوه لسيزي مخکي, چې صحيح نظام تازه ګوښه شوی و, په ټول هيواد کې مو د يو نفر )عبدالرحمن( د خولې نه د ارتداد ناره واوریده ، هغه هم د ټولنې د پاريدو په خاطر له هيواده تجريد شو…
خو دوه لسيزې وروسته د سمونګرو په څير مرتدين هم لسګونه ټولنې لري، په ښکاره خپل ځانونه، خپل ادرسونه او په نظام کې خپل فعاليتونه اعلانوي!

يوه نيمه لسيزه مخکي ځيني سمونګرو په فردي توګه د رسنيو او نورو لارو نه د خلکو د اصلاح لپاره فعاليت کاوه؛ خو اوس وينو چې هماغه خلک چې دوی سمې لاري ته رابلل د مفسدينو او حتی مرتدينو سرلاري دي؛ لوی افسوس په دې چې ځيني خلک هغه وخت د سمونوالو ترڅنګ د سمون په فعاليت کې و, نن يې وينو چې آن د مرتدينو کوڅر دي, د اسلام د تخريب لاره او ګودر دوی ورته ښيې!

د فاسد نظام تر چتر لاندي فعاليت که څه هم په ظاهر داسي ښکاري چې خلک د ﷲ ﷻ لاري ته بولي او د بيدينۍ مخه نيسي; خو حقيقت دا ده چې همدوی د باطل فعالیت ته په رسميت قائل دي؛ فاسد نظام معنی دا چې بيدينان هم د فعاليت رسمي اجازه لري او دينداران هم اجازه لري!
نو څوک چې د بدينۍ فعاليت ته په اجازه قائل شو له هغه نه لوی بيدينه به چيرته وي?!

سمه ده، فردي سمون کې کار وکړئ خو د فاسد نظام ترشا مه دريږئ!
خپل سمې لارې ته په فردي توګه دعوت کړئ خو د پرديو کاپي شوي نظام ته يې مه دعوتوئ!
د فاسد نظام ټغر به نشئ ټولولی, معذور به ياست, اما د فاسد نظام مراندي خو مه ټينګوئ!!
د افرادو د سمون لپاره کار وکړئ, د نظام سمون هم له ياده مه باسئ!
خوبونه وکړئ خو د کيسپ په خوب مه ويديږئ!!

عبدالرقيب رقيب

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: