ملا امامان باید د مولوې مجیب الرحمن انصاري لار تعقیب کړي!!!

لیکنه: ابرار بهــــــــیر

د قران کریم له لویو معجزو څخه یوه دا هم ده چي، هیڅ قوم، هیڅ ډله او شخص نسي کولای، چې د قران کریم یو سورت، ایت او یا د یوې کلیمې په مثال یو څوک له ځانه یو څه جوړ کړي او یا یې غلت تعبیر وکړي.
الله ﷻ په خپله د خپل سپېڅلي کتاب قران کریم او خپل شرعې قانون د حفاظت وعده فرمایلې ده، هغه ﷻ نه یوازي د انسانانو په وسیله بلکي د ملایکو، پېریانانو، ابابیلو، غڼیو، په اوبو او حتی د غوماشي په وسیله یې د خپل دین، قران او استازو ساتنه کړې ده او کوي یې.
دا یقیني ده چي پر حق دریدل، حق ویل له حق څخه دفاع کول د ډیرو ټیټو درجو خاوندان د ډېرو لوړو مرتبو مرتکیب ګرځي، د وقار او عزت شمله ورپه برخه کیږي د زلت او رسوايې څخه ژغورل کیږي.
حضرت بلال رضی الله عنه یو حبشي له رنګه تور خو په زړه پاک غلام ؤ، خو چي کله حق ته ورګرځي او له حق څخه دفاع ته ځان وقف کوي، نو نه یوازې په دونیا کې د وقار شمله لوړیږي، بلکي په اخیرت کي به هم د اللهﷻ د دیدار شاهد وي. ده مبارک د دین په دفاع کي دومره ظلمونه پر ځان و زغمل، چي هیڅ توجیح یې نسي کیدای. د اسلام سر سخت دوښمن اُمیه بنِ خلف به د شپې دومره ووهلو چې ټول بدن به یې زخمي، زخمي شو او بیا به یې د ورځي په سخته ګرمي کې په ګرمو شګو څملوی او سربیره به یې ورباندي دروند کټ کېښودی، تر څو له اسلام واوړي خو ده مبارک په هر حالت کي د احد، احد نارې وهلې او له اسلام څخه وانه وښت.
په خپله د مسلمه امت د سر تاج نبي کریمﷺ  د اسلام په خپرولو او دفاع او خپرولو کي څومره، څومره سختﺉ پر ځان منلي، هجرتونه، لوږي، تندي، پیغورونه، په مرګ او بند ګواښونه یې پر ځان و زغمل، د خندق غزا کي یې د خندق کیندلو پر مهال له ډېري لوږې د یوې پر ځای دوې ډبري په خپل مبارک نس پسې تړلې وي. د احُد په غزا کي یې مبارک غاښ شهید سو او په مخ مبارک یې د خپلو وینو له وجي د سور ګلاب په شان ښکاریدی.
طایف ته د اسلام رسولو په موخه یې د ثقیف قبیلې د بوزدله مشرانو له لوري د پسخند امیزه او پیغوره ډک جوابونه وزغمل، حتی چي د کلیو ماشومانو ته یې امر وکړ تر څو دی مبارک په ډبرو و وهي، تر داسي اندازې یې وویشت چي، پڼې یې له مبارکو وینو ډکي شوې، خو دا د میړاني غر هیڅکله هم نا امیده نه شو او دا د ده مبارک د سر شیندنو برکت دی، چي موږ د اسلام له مبارک دین څخه برخمن یو.
د استاد یاسر رحمه الله علیه په شان د سنګر او ممبر یاد ګرم وساتﺉ، زندان ته د مدرسې په نظر وګورﺉ، او له زندانونو مدرسې جوړي کړﺉ.
د شهید مسلمیار غوندي ځان د شهادت مقام ته و رسوﺉ او د ځان د اسلام د دوښمنانو په سترګو کي ازغی جوړ کړﺉ.
څه به وشي، یا به شکنجې، بندیخانې او هجرتونه تېر کړﺉ، یا به د شهادت لوړ مقام ته ورسیږﺉ. چي همدا مو تر ټولو لوی هدف او ارمان دی.
خو د دوشمن کور به ورباندي سور اور شي، او ډېر به د عتبه، شیبه، ابی بن خلف، امیه بن خلف، فرعون او ابو جهل په شان د جهنم کندي ته ولیږﺉ.
خپل ممبرونه د دوښمن لپاره سنګرونه جوړ کړﺉ، د دوښمن په مقابل کي حقه وینا کول غوره جهاد دی، نو همدا مو وخت دی خپل قلم او ژبه حق را وڅرخوﺉ او د اسلامي تاریخ زریني پاڼي په زرینو کرښو ډکي کړﺉ.
ازادي مو څه په سوال ګټلې نه ده
په دې لار کي مو بایللي دي سرونه

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button