مسیر ورځپاڼه: د چارواکو دنده د پېښو غندل نه، بلکې د مقناطیسي چاودنو مخه نیول دي

عزم(یکشنبه، ۰۳، کب ۱۳۹۹): مسیر ورځپاڼې په خپله نننۍ سرلیکنه کې په وروستیو هدفي وژنو بحث کړی دی. ورځپاڼې لیکلي: پرون هم په کابل کې درې پرله‌پسې د مقناطیسي بمونو چاودنې وشوې، چې دوې پر نظامي موټرو او یوه پر ملکي وګړو وه.

«پرون سهار یو ځل بیا په کابل ښار کې درې چاودنې وشوې. چاودنې یوه پر ملکي او دوې پر نظامي موټرو وې چې پکې پنځه کسان وژل شوي او څو نور ټپیان دي. د دغو بریدونو ډول چسپکي ماین ګڼل شوی، چې له چاودنې وروسته موټرونو اور اخیستی دی. له دې سره پرون په زابل او ارزګان کې هم د چسپکي ماین چاودنې شوې دي. د پخوا په شان هېڅوک د دې پېښو پړه نه مني.»

د سرلیکنې له مخې، دا چې دا چاودنې څوک او د کومې موخې لپاره کوي، دا یې یو اړخ دی، خو حکومت به تر کله د دې چاودنو مسوولیت طالبانو ته راجع کوي.

«په دې اړه ډېر بحثونه شوي چې د چسپکي ماینونو وروستۍ څپه چا پیل کړې او څه غواړي. حکومت طالبان ملامتوي او طالبان حکومت، خو ځیني کارپوهان بیا په دې چاره کې تر حکومت او طالبانو ور هاخوا د نورو کړیو د ښکېلتیا خبرې هم کوي. دا چې هر څوک کوي او د هرې موخې لپاره یې کوي، دا یو اړخ او آن خلک به له حکومتي چارواکو سره ومني چې دا کار طالبان کوي، خو بل اړخ دا دی چې تر کله به دا بریدونه دوام کوي او ولې یې مخه نه نیول کېږي؟»

ورځپاڼې لیکلي، د حکومتي چارواکو دنده یوازې د پېښو غندل او د نورو پړه ګڼل نه دي، بلکې باید د دې پېښو جرړه پیدا کړي او مخه یې ونیسي.

«د حکومتي چارواکو دنده یوازې دا نه ده چې وسله وال مخالفین یا بل څوک پړه وګڼي او یا هم له خلکو سره خپل سیاسي تحلیل شریک کړي چې د دغو بریدونو موخه څه ده، بلکې د حکومت اصلي دنده دا ده چې د دغو بریدونو مخه ونیسي. څنګه شونې ده چې هره ورځ دا پېښې وشي او آن ځینې ورځې درې او څلور پېښې وشي، خو بیا هم د پېښو مخنیوي نه کېږي. حکومتي ویندویان او چارواکي ادعا کوي چې د ځینو پېښو عاملین یې نیولي، خو دا څنګه د چسپکي ماینونو او چاودنو سیلاب دی چې مخه یې نه نیول کېږي!؟ حکومت چې د ځینو کسانو د نیولو ادعا کوي، هغه له پېښو وروسته نیول شوي. ولې دا له پېښو وړاندې نه نیول کېږي؟ زموږ امنیتي ځواکونه، په ځانګړي ډول استخبارات او پولیس ولې د دې څپې په مخنیوي کې پاتې راغلي دي؟ دوی پر څه بوخت دي؟ څنګه ممکنه ده چې په یوه ښار کې هره ورځ داسې پېښې وشي، خو استخبارت او امنیتي ځواکونه یې جرړې پیدا نه کړي او له بیخه یې ونه باسي؟ اوس له هر افغان او په ځانګړي ډول له هر کابلي سره همدا پوښتنې دي، چې حکومتي چارواکو تر اوسه نه دي ځواب کړې او دې حالت نور شکونه هم پیدا کړي دي.»

د مسیر په باور، حکومت په مستقیم ډول خلکو ته وايي، چې د کابل د چټلې هوا سربېره باید دغه چاودنې هم وزغمي او پر خپلو مړو وژاړي او دعا ورته وکړي.

«خو  افغانان او په ځانګړي ډول کابلیان باید ومني چې چسپکي ماینونه او چاودنې یې د ورځني ژوند برخه ده؟ د دې پېښو مخه نه نیول کېږي او آن د زیاتېدو وېره یې ده. حکومتي او نا حکومتي، سیاسي او غیرسیاسي، ملکي او نظامي، د حکومت ملاتړی او سیاسي مخالفت، هېڅوک خوندي نه دي. چارواکي په خپلو څرګندونو او دریځونو سره خلکو ته په غیر مستقیم ډول بیا بیا همدا پیغام ورکوي، چې چاودنې یې د ورځني ژوند برخه ده، څه ډول چې د کابل چټله هوا تنفس کوي، همداسې باید دا چاودنې هم وزغمي، پر خپلو مړو وژاړي، خاورې پر واړي، دعا وکړي او بس.»

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: