کرېکټ: ننګرهار کې د چټک توپ اچوونکو لپاره روزنیز کمپ ترسره شو

عزم(یکشنبه، ۰۳، کب ۱۳۹۹): د افغانستان د کرېکټ بورډ اداره وايي، په ننګرهار کې یې د بېلابېلو زونونو په کچه د چټک توپ اچوونکو د بهیر د بشپړولو وروسته، د ۱۲غوره چټک توپ اچوونکو لپاره ۳۰ورځنی روزنیز کمپ ترسره کړ.

له کرېکټ بورډ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه کمپ د جنوري په ۱۸مه نېټه پیل او د روان کال د فبرورۍ په ۱۶مه نېټه پای ته ورسېد، چې په دې کمپ کې ۱۲ هغو لوبغاړو ګډون کړی وو، چې د توپ اچوونې سرعت یې په ګرۍ کې ۱۳۵ څخه تر ۱۴۰ کیلومتره و. «یاد ۱۲ لوبغاړي د بغلان، کونړ، خوست، هلمند، پکتیا، ننګرهار، هرات، زابل او د میدان وردک ولایتونو څخه ټاکل شوي وو. همدارنګه په یاد شوي کمپ کې د توپ اچوونې په مهال د توپ پر چټکوالي، د لوبغاړو تېروتنو او فټنس باندې کار وشو.»

له یادو لوبغاړو ازموینه اخیستل شوې ده

د خبرپاڼې له مخې، د کمپ په پای کې له ګډون کوونکو څخه ازموینه واخیستل شوه، چې په ازموینه کې د ۲۰۱۸ زیږدیز کال ۱۶ چټکو توپ اچوونکو هم ګډون کړی وو، چې د ازموینې په پایله کې یو ځل بیا له ۲۸ لوبغاړو څخه یوازې ۱۲ غوره توپ اچوونکي راتلونکې پړاو ته وټاکل شو. «راتلونکي پړاو کې به غوره شوي ۱۲ لوبغاړي د لا ډېرې روزنې په موخه هندوستان هېواد ته استول کېږي.»

د کرېکټ ملي لوبډله د حمید حسن، شاپور ځدراڼ، دولت ځدراڼ او ځینو نورو لوبغاړو وروسته له چټک توپ اچوونکو له کمي سره مخ ده او د افغانستان کرېکټ بورډ هم په دې نه دی توانېدلی، چې داسې لوبغاړي پیدا کړي چې د توپ اچوونې چټکوالی یې له ۱۳۵څخه تر ۱۴۰ کیلومترو پورې وي.

که څه هم له زمبابوې سره د راتلونکې دوو پنځه ورځنیو لوبو لپاره درې چټک توپ اچوونکي یمین احمدزی، وفادار مومند او عبدالواسع نوري غوره شوي او درې واړو چټکوالی تر ۱۴۰پورته دي؛ خو بیا هم په ملي لوبډله کې ډېر ځای نه ورکول کېږي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button