نثر: د اوښکو ارزاني

که غله او ارتزاقیات قیمته شي؛ نو د فصل په راوتلو رفع کیږي. که کالي او لباس قیمته شي؛ و بیا هم څه نا څه ګوزاره کیږي.
خلک وايي: (( بربنډ له لارې اوړي، وږی نه اوړي)).
که فیشني شیان قیمته شي؛ نو قیمته دې شي که نه (( تجمل بیل شی دی او زندګي بیل شی دی)) که اسعار قیمته شي؛ نو د یو دولت په تصمیم یې علاج ممکن دی چې غیر ضروري او دویمه او دریمه درجه شیونه له استعماله وغورځوي.
که دا ټول شیونه په یوه سویه ارزانه شي د یو مملکت له پاره د رفاه او اسایش وسایل لاس ته راځي، اما اجتماعي سعادت او خوشبختي دغه وخت هم نه حاصلیږي. د ژوند سعادت او خوښي د مادیاتو په زیاتوالي او ډيروالي دومره اړه نه لري، لکه د ضمیر په ازادۍ او د روح په خوشحالۍ پورې په کې ژوند کې خطرناک او مدهش حال دا دی چې اوښکې ارزانه شي، ویره، دهشت او درد موجود وي او دوا نه وی.
په طب کې د هر درد، خوږ، پرهار او ټپ علاج شته، مګر نه د زړه د درد او زخم. د زړه درد علاج په خپله د زړه درد دی او بس د اوښکو د ارزانۍ علاج د پيسو د ارزانۍ غوندې نه دی چې داقتصاد کوم ماهر یې علاج کولی شي او نه د کرنې متخصصان په دې کار پوهیږي.
بې دردي په یو قوم او جامعه کې داسې یو مرض دی چې په علاج یې فقط پیغمبران پوه شوي دي.
اې خدایه! موږ نه هغه زړه واخله چې د مظلوم او بې وزلي له سترګو څخه په عبث توییدونکو مرغلرو نه خوږیږي او هغه لاس، پښې او ژبه مه راکوه چې بې لاسو او بې پښو ته صدمه رسوي او خلک ژړوي.
((خیالي دنیا))
د قیام الدین خادم له نثرونو څخه!

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولئ
Close
Back to top button
%d bloggers like this: