د ګناهونو پایلې

۱ــ ګناه د بنده او خپل پروردګار ترمنځ پرده ده. کلا انهم عن ربهم یومئذ لمحجبون. المطففین ــ ۱۵. ژباړه: هیڅکله نه، هرومرو به په هغه ورځ دوی د خپل رب له لیدو څخه بې برخې شي.
۲ــ ګناه د خالق نه مخلوق لرې کوي او ورڅخه تښتوي یې، کله چې د انسان عمل بد شي ګمانونه یې هم بدیږي.
۳ــ ګناه د تل لپاره پریشاني او رنځ ده «لایزال بنیانهم الذی بنوا ریبة فی قلوبهم. التوبه ــ ۱۱۰. ژباړه: دا ودانۍ چې هغوی جوړه کړې ده تل به د هغو په زړونو کې د بې باورۍ جوړه وګرځي.
۴ــ ګناه ویره او ډار رامنځ ته کوي. سنلقی فی قلوب الدین کفروا الرعب بما اشرکوا الله. آل عمران ــ ۱۵۱. ژباړه: هغه وخت ډير ژر راتلونکی دی چې موږ د حق نه منونکیو په زړونو کې ویره وغورځوو ځکه چې هغو له الله سره په خدايۍ کې شریک نیولی دی.
۵ــ په ګناه سره ژوند تریخیږي او تنګیږي.
ومن اعرض عن ذکری فان له معیشة ضنکا. طه ــ ۱۲۴. ژباړه: او څوک چې زما «ذکر» د نصیحت له درس نه مخ واړوي د هغه لپاره به په دنیا کې تنګ ژوند وي،
۶ــ ګناه زړه سختوي او توروي یې. وجعلنا قلوبهم قسیة. المائده ــ ۱۳. او د هغو زړونه مو سخت کړل.
۷ــ له ګناهګار انسان څخه خلک کرکه او بیزاري نیسي، حال دا چې تاسو د الله په ځمکه ګواهان یی.
۸ــ ګناه روزي تنګوي. ولو انهم اقاموا التوراة والانجیل وما انزل الیهم من ربهم لا کلوا من فوقهم او من تحت ارجلهم. المائدة ــ ۶۶. ژباړه: کاشکی دوی تورات او انجیل او هغه نور کتابونه نافذ کړي وای چې د دوی د رب له لوري دوی ته لیږل شوي وو که داسې یې کړي وای، نو د دوی لپاره به له پاسه روزي اوریدله او له لاندې به راخوټيدله.
۹ــ ګناه د الله د ناخوښۍ او غوسې لامل، د ایمان کمزوري او د آفتونو او غمونو سرچینه ده، فباءوا بغضب علی غضب. البقره ــ ۵۹. ژباړه: نو دوی د غضب وړ ګرځيدلی دي. ران علی قلوبهم ما کانوا یکسبون. المطففین ــ ۱۴. ژباړه: د دې خلکو زړونه د دوی د بدو عملونو زنګ وهلي دي. وقالوا قلوبنا غلف. البقره ــ ۸۸. ژباړه: هغوی وايي زموږ زړونه پوښل شوي دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button