د موقت حکومت مخالفت، که له واک سره لېونۍ مینه؟

عنایت الله خاموش
تېره ورځ رسنیو داسې راپورونه خپاره کړل چې ګواکې ارګ مشر، د سر اعلی قوماندان(!) په توګه، د هرات په غوریان ولسوالۍ کې د جګړې د لومړۍ کرښې له سرتېرو(!) سره تلیفوني خبرې کړي؛ د هغوی د قربانیو ستاینه يې کړي او هغوی ته يې په دې اړه ډاډ ورکړی چې د دوی په سر به معامله نه کوي. رسنۍ وايي چې ارګ مشر ویلي چې، د ده په ژوند به موقت حکومت رامنځته نه شي او طالبان دې د موقت حکومت خوبونه نه ويني او نه دې هم په دې تمه اوسي. کېدای سي په دې تلیفوني مکالمه کې ارګ مشر نورې بابولالې هم ویلي وي؛ خو د ارګ مطبوعاتي ټېم او رسنیو نور څه نه دي ویلي. دا لومړی ځل نه دی چې ارګ مشر له موقت حکومت سره د مخالفت نغاره غږوي؛ بلکې تر دې وړاندې هم، د کابل ادارې نورو چارواکو له موقت حکومت سره مخالفت ښودلی او په دې اړه يې خورا اوږدې بیانيې ورکړي. اوس خبره دا ده چې دا چارواکي ولې دومره ژر-ژر د موقت حکومت خبره مطرح کوي؟ ایا دوی په رښتیا هم له موقت حکومت سره مخالف دي او که له واک سره لېونۍ مینې دې خبرو ته هڅولي؟ ایا تر اوسه طالبانو د موقت حکومت خبره مطرح کړي او که هسې دغه پر واک مئین چارواکې له دې وېرې چې له واک څخه ګوښه نشي، له موقت حکومت سره د مخالفت خبره مطرح کوي؟ که یا خپل پلویان او هغه عسکرو ته چې دلته د نیویارک د امنیت لپاره جنګېږي روحیه ورکوي؟
پورته خبرو ته په ځواب کې باید ووایو چې؛ لومړی خو د موقت حکومت خبره هیڅکله نه طالبانو مطرح کړي او نه هم هغوی د دې غوښتونکي دي چې موقته اداره دي رامنځته شي. ځکه هغوی پوهېږي چې په هیواد کې لنډمهاله برنامې د اجراء وړ نه دي اونه هم د هیوادوالو ستونزه هوارولای شي. بل دا چې طالبان په دې خبره ټينګار کوي چې افغانستان له اشغال څخه خلاص او دلته یو داسې نظام رامنځته شي، چې هم ټولو ته د منلو وړ وي او هم يې پواسطه اسلامي او افغاني ارزښتونه خوندي شوي وي. هغوی همدارنګه وايي چې په هیواد کې د هر هغه نظام مخالفت کوي چې د پردیو اجنډا پر مخ وړي او نور مفکورو په اساس پر افغانانو تحمیل شوی وي. د موقت حکومت خبره د هغه کسانو له لورې مطرح کېږي، چې پخوا واکمنان او له اشغالګرو سره ملګري ول او اوس له واک څخه ګوښه شوي دي. دوی ځکه دا خبره مطرح کوي چې ګوندې د موقتې ادارې په رامنځته کېدو سره یو ځل بیا دوی ته واک ورسېږي او په دې توګه به یو ځل بیا خپل جېبونه ډک او ملي شتمنۍ چور کړي.
دا چې د ارګ مشر او کابل ادارې د نورو کارمندانو له لورې دومره ژر-ژر د موقت حکومت خبره مطرح کېږي او وايي چې هیڅ کله به موقت حکومت ونه مني؛ په دې دلالت کوي چې دوی له واک څخه د ګوښه کېدو تابیا نه لري او نه غواړي دومره په اسانۍ سره واک نورو ته وسپاري. دوی غواړي د همېش لپاره په واک کې پاتې شي او که امکان ولري د دې هدف لپاره د کابل ادارې اوسني قوانین هم تعدیلوي. ځکه په هرات کې د دوی له عسکرو سره په تلیفوني خبرو کې ارګ مشر ویلي چې طالبان دې د موقت حکومت خوبونه نه وي او چې ژوندی وي، دوی به د موقت حکومت څښتنان نشي. له دې خبرو څخه داسې څرګندېږي چې ارګ مشر له واک سره لېونۍ مینه لري او نه غواړي تر مرګ پورې واک بل چا ته وسپاري. دی او نور ملګري يي غواړي په افغانستان کې اوسنی حالت دوام ولري، جګړې جاري وي او دوی خپلو پلویانو ته دا بهانه وکړای شي چې د امنیت د خرابۍ له کبله ټاکنې نشي کېدای او ترڅو چې ټاکنې کېږي، موږ به په واک کې یو. یعنې دا چې هم به جګړه جاري ساتي او هم به ټاکنې په یوه-بله بهانه ځنډوي.
له موقت حکومت سره د کابل ادارې د مشر په ګډون د نورو چارواکو مخالفت او دا خبره ژر-ژر مطرح کول، خپلو هغه عسکرو ته د مورال ورکولو په معنی دي، چې په کلیو او بانډو کې د واشنګټن د امنیت په خاطر، له خپل ملت سره په جګړه بوخت دي او رنګ يې دا ورکړی چې دوی له خپلې خاورې او ارزښتونو څخه دفاع کوي. دوی غواړي له موقت حکومت سره مخالفت د یوې تبلیغاتي او غولونکې وسیلې په توګه وکاروي او خلک تېرو موقت حکومتونو ته په اشارې و وېروي چې موقت حکومت د اویا یمو لسیزو په څېر، هیواد ته بدمرغي راولي او هیواد له ملک الطوایفي سره مخ کوي.
لنډه دا چې له موقت حکومت سره کاذب مخالفت او دا خبره دومره ژر-ژر مطرح کول، په دې دلالت نه کوي چې ارګ مشر اشرف غني له موقت حکومت سره په رښتیا هم مخالف دی؛ بلکې په دې دلالت کوي چې ارګ مشر او د ده په شاوخوا را چاپېر چارواکي له واک سره لېونۍ مینه لري. اوس ځکه دا خبره دومره ډېره مطرح کوي. ځکه دوی غواړي په دې توګه خپل پلویان زیات او هغه عسکر چې له ملت سره په جګړه بوخت دي تر یوې مودې په دې قانع کړي چې موږ له موقت حکومت سره مخالف یو؛ نور هیڅ نه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: