د افغانستان په جګړه کې ګنګسه امریکا….؟!

لیکنه: ډاکټر ج_ رحیمي

په 2001 میلادي کال د امریکا په مشرئ د ناټو يوسل او شپیته زره سرتیرو د افغانستان د شمالي ټلوالي په ملتیا د طالبانو نظام ړنګ کړ.ښارونه، کلي، ښوونځي، جوماتونه او مدرسي یي بمبار کړي په زرګونو افغانان یي شهیدان ، معیوب او مهاجر کړل.
دامریکا په مشرئ ناټو د جرمني په بن ښار کي د یو نوي دموکراتیک نظام د جوړیدو په خاطر غونډه دایر کړه زیاتره یي په کي هغو کسانو ته د ګډون بلنه ورکړه چي تر ډیره د طالب سره په مخالف جهت کي ولاړ و او ډيرو یي لا د طالب په وړاندي وسلواله مبارزه هم کوله.حامد کرزی یي ددغه نوي حکومت مشر وټاکه او دده په شاوخوا یي داسي اشخاص راټول کړل چي اکثرو یي د افغانستان په کورنئ جګړه کي رغنده رول درلود او د افغانستان په مختلفو ولایتونو کي يي ځانته حکومتونه درلودل او د افغان مظلوم ملت په هرنوعه مشکلاتو کي ککړ و.
د افغانستان نوي اداري امرالله صالح د ملي امنيت ریس وټاکه، دده دامنيت په ریاست کي ګڼ شمير طالبان او حتی هغه پښتانه چي هيڅ یي د طالب سره اړیکي نه درلودي ونيول او د هیواد ګڼ زندانونه یې پري ډک کړل، دا چي امرالله صالح لا له وړاندي د پښتنو سره ددوښمنئ مخینه درلوده ګڼ زندانیان یي د طالب او په بیلابیلو نومونو شکنجه او دسخت تهدید لاندي ونیول.
طالبانو چي د خپلو خلکو دا بد وضعیت یي ونه شو زغمی بالاخره ددي نظام په وړاندي په وسلواله مبارزه لاس پوري کړ او تر ډیره یي خلکو ملاتړ وکړ همدا لامل و چي شمیر یي زرګونو ته ورسيد. ګڼو خواخوږو ورسره مالي مرستي پیل کړي تر دي چي د حکومت په وړاندي یي جګړه یيز ماموریت تر ډیره بریالی شو، شاوخوا شل کاله ددي نظام په خلاف وجنګیدل او د افغانستان زیاته برخه خاوره یي تر خپل کنټرول لاندي راوسته.کله چي امریکا پوهه شوه چي د افغانستان جګړه د جنګ له لاري نه شي ګټلی نو د طالبانو سره مذاکراتو ته کیناسته بلاخره طالبان او امریکا په دوحه کي یو تړون ته ورسیدل چي دغه تړون د افغان حکومت دنا رضایتئ سبب شو او ګڼو سیاسیونو پري انتقادونه وکړل او ددغه تړون د فسخه کولو پوره پوره کوشش یي وکړ.او نه یي غوښتل هغه پنځه زره طالب بندیان ازاد کړي د کوم په سر چي د امریکایي لوري سره په تړون کي توافق شوی و چي بالاخره د امریکا د زیات فشار له کبله یي پنځه زره طالب بندیان خوشي کړل او خپل مذاکراتي پلاوی يي د طالبانو سره د خبرو لپاره قطر ته ولیږه ددواړو لورو تر منځ بحثونو میاشتي ونیولي ولي کومه خاصه نتیجه يي ورنکړه.امریکا هڅه وکړه تر څو دواړه لوري یو سوله ییز حل ته سره ورسیږي، خو ددواړه لوریو تر منځ خبري وځنډيدي په کابل او نورو ولایتونو کي هدفي وژنو زور واخیست ژورنالیستان، مدني فعالان او علما په نښه شول دا چي د امریکا نوي حکومت د بایډن په مشرئ ددغه تړون د بیا ارزولو پریکړه وکړه او افغان حکومت يي هرکلی وکړ.نو طالبانو د ملا برادر په مشرئ ایران، ترکمنستان او روسيي ته سفرونه وکړل او یو ډول سیاسي فشار څخه یي استفاده وکړه هماغه و چي دغه فشار تر ډیره د طالبانو په ګټه تمام شو او امریکا او متحدینو ته یي واضح پیغام ورکړ چي اوس طالب د 2005 کال طالب نه دی د ګڼو هیوادونو سره دوه اړخیزي اړیکي لري او ګڼ نور زبر ځواک هیوادونه دي ته لیوال دي چي د سولي روانه پروسه دوی مخته یوسي، نو اوس امریکا او متحدین یي ګنګس دي که په افغانستان کي پاتي شي جګړه دوام پیدا کوي او منزوي کیږي او دهغو هیوادونو د پراخ غبرګون سره به مخ شي کومو هیوادونو چي په دوحه کي د امریکا او طالبانو تر منځ په شوي تړون کي ګډون کړی و .

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button