د یوه اسټرالیايي جاسوس مرموز مرګ ”افغانستان کې د جنګي جنایتونو له تحقیق سره ربط لري“

 عزم (یکشنبه، ۳ کب، ۱۳۹۹): اسټرالیايي رسنۍ وايي هغه جاسوس چې د تېر کال په وروستۍ میاشت کې د پوځ د مقرونو د موټرونو په پارکینګ کې مړ موندل شوی و پلان درلود چې په افغانستان کې د ترسره شویو جنګي جنایتونو په اړه اشد محرم اسناد خپاره کړي.

ډېلي مېل ورځپاڼې د فبروري په ۲۱تمه لیکلي، ویل کیږي د استخباراتو د دې افسر په لاس کې هغه ډرایو و چې د اسټرالیايي عسکرو د چلند تفصیلات پکې وو.

ورځپاڼه لیکي، په دې ډرایو کې خوندي شوې ډېټا ممکن په افغانستان کې، چیرې چې د اسټرالیا SAS  ځواکونه د ۳۹ ملکي وګړو او بندیانو په وژلو تورن دي، د شویو جنایاتو په اړه حقایق راسپړلي وو.

یوې سرچینې ویلې که دا محرمه ډېټا رسنیزه شوې وای ممکن په افغانستان کې د ترسره شویو پېښو په اړه به یې په عمومي موقف کې زیات تغیر راوستی و.

د یاد افسر نوم نه دی اعلان شوی، خو د اسټرالیا له پټې استخباراتي ادارې ASIS  سره یې کار کاوه. نوموړی د ۲۰۲۰ز کال د ډسمبر په ۲۱تمه د اسټرالیا د پلازمېنې کانبیرا په Russell  کمپلیکس کې، چیرې چې د پوځ مرکزونه دي، خپلو ملګرو مړ وموند. د نوموړي د مرګ خبر ژر خپور شو، وروسته پولیسو اوازې ختمې کړې او ویې ویل چې مرګ یې مشکوک نه دی.

تراوسه د نوموړي جاسوس د مرګ اصلي لامل لا هم څرګند نه دی.  د اسټرالیا د دفاعي ځواکونو ویندوی په ډې اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.

یوې سرچینې Sunday Telegraph ته ویلي، ”داسې فکر کیږي چې دې استخباراتي افسر معلومات عام خپرول، ځکه د بریرټن راپور ناسم، یوطرفه او د SAS پر ضد دسیسه وه څو افغانیان خوښ کړي.“

د ASIS استخباراتي ادارې یوه مخکیني نفوذي بیا یادې خپرونې ته ویلي چې افسر ځانوژنه کړې ده.

د تېر ۲۰۲۰۲ز کال په نومبر میاشت کې د تورن جنرال پاول بریرټن په مشرۍ ترسره شویو پلټنو وموندله چې د اسټرالیا د SAS ځانګړو ځواکونو عسکرو افغان بندیان او ولسي وګړي وژل او بیا یې د خپلو اعمالو د توجیه لپاره وسلې ورسره ایښودلې. د ډلګۍ کشرانو عسکرو ته به امر کېده چې د یوه افغان په وژلو سره خپل لومړنی قتل وکړي.

ویل کیږي چې دا جنایات د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۳ ترمنځ شوي دي. د اسټرالیا حکومت د د دې تحقیق له خپرېدو سره سم له افغانانو بخښنه وغوښته.

د دې تحقیقاتو تر خپرېدو وروسته، د اسټرالیا د ځانګړو ځواکونو نهو برحالو او متقاعدو غړو ځانوژنه وکړه.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button