سوداګر: د اسلام کلا بندر کې د چارو د پڅوالي له کبله مو سلګونه موټر مالونه لمنځه تلونکي دي

عزم(دوشنبه،۴ کب ۱۳۹۹): د هرات ولایت سوداګر وایي چې د دغه ولایت اسلام کلا بندر کې د ګمرکي چارو د پڅوالي او لازم ظرفیت د نشتون له کبله یې سلګونه موټر مالونه چې د ایران پر پوله ولاړ دي، د لمنځه تلو له ګواښ سره مخ دي.
دوی وایی، دا مالونه ډیری یې سبزیجات دي چې که پر وخت محصول نه شول او پاملرنه ونه شوه، ښایي په ټولییزه توګه له منځه ولاړ شي.

د هرات د صنایعو او کانونو خونې رییس حمیدالله خادم طلوع نیوز خبري شبکې ته ویلي:«د کارخونو اومه توکي دي. سبزۍ دي چې له پولې هغې خوا ته درېدلي دي. که چېرې جدي پاملرنه ونه شي پانګه وال او کارخونې لرونکي زیانمن کېږي.»
خو د هرات والي بیا وایي چې ګمرکي چاري یې په عادي توګه روانې دي او په پام کې لري، لنډ راتلونکي کې  ددغه ولایت په زنده جان ولسوالۍ کې د هرات خواف د ریل پټلۍ روزنک تم ځای ته نږدې یو نوی ګمرک هم جوړ کړي.
تیره اونۍ د اسلام کلا ګمرک کې د یوې پراخې اورلګیدنې له امله، چې ویل کیږي د ګمرک دکارکوونکو او امنیتي منسوبینو لخوا په قصدي ډول رامنځته شوې وه، تر زرو۱۰۰۰ زیات موټر وسوځیدل او همدومره نور تریتم شول.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button