طالبان: له تجارانو څخه پر لویو لارو د دولتي پوستو د باج اخیستنې مخه نیسو

عزم(دوشنبه،۴ کب ۱۳۹۹): طالبانو په خپله اوونیزه سرمقاله کې په هیواد کې د بار وړونکو موټرو وروستي کاري اعتصاب ته چې د امنیتي پوستو د باج اخیستنې په اعتراض کې یې کړی وه او دغه راز د صرافانو کار بندیز ته چې د حکومت لخوا د زیاتو شرایطو د وضع کیدو له امله یې ترسره کړی وه، کتنه کړې او ویلي یې دي چې: « د دې ولسي احتجاجونو، عامه ځور او مشقت په اړه د ارګ چارواکي ځکه بې تفاوته دي، چې دوی ته یې کوم تکلیف او اغیز نه رسیږي.»
طالبانو ویلي، دا احتجاجونه، اعتصابونه او ولسي اعتراضونه د هغه پراخ ولسي قهر او نفرت یوه کوچنۍ علامه ده چې افغان ولس یې د ارګ له “ظالمو او بې رحمه” چارواکو په اړه لري.«هغه فاسد او ظالم چارواکي چې نه یوازې د ملت عامه سرمایې لوټوي، بلکې د تجارانو، موټر چلوونکو او غریبو مسافرو جیبونو ته یې هم سترګې نیولي دي او په لویو لارو کې یې د خلکو د شکولو لپاره لوټماران ګمارلي دي»

طالبانو د ولسونو د سر، مال او حیثیت ساتنه خپله “وجیبه” بللې او ژمنه یې کړې چې هڅه کوي چې افغانان د دغو “لوټمارانو” له منګولو څخه خلاص کړي.

طالبانو ویلي، په دې لړ کې یې تیر کال په ډيرو سیمو کې له لویو لارو د هغو باج اخیستونکو پوستې له منځه وړې دي چې پخوا به یې مسافر او موټر چلوونکي تکلیفول.
اعلامیه وایي: « اسلامي امارت لکه درې لسیزې وړاندې یې چې د پاټکسالارانو ټغر ور ټول کړ او ملت ته یې نجات ورکړ اوس هم د خپل مؤمن ولس د سر او مال ساتنې ته ټینګ تعهد لري. او خپل ولس ته ډاډ ورکوي چې د ظالمانو حاکمیت دوام نه لري، الله تعالی به ډیر ژر د دوی سره د شویو مظالمو بدله ترې واخلي.»
د یادونې وړ ده چې د باربري موټرو چلوونکو د خپل اعتراضي کاري اعتصاب لامل دا بللی وه چې پولیس، اربکیان او نور عسکر ترې ګام په ګام ترې زرګونه افغانۍ  اخلي.

سوداګر وایي، هغه پوستې چې په لویو لارو ظاهرا د امنیت لپاره ګومارل شوي دي په حقیقت کې د غلو او شوکمارو پاټکونه دي چې له  موټر چلوونکو یې نه یوازې پیسې وړي، بلکې وهي یې، ډزې ورباندې کوي او عزت یې پایمالوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button