بادغیس کې په تېرو درېیو کلونو کې په یو زرو ۶۷۷جریبه ځمکه باندې بڼونه جوړ شوي

عزم(دوشنبه، ۰۴، کب ۱۳۹۹): د بادغیس د کرنې ریاست مسوولین وايي، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې د ودې او کلیوالي پراختیا پروژې له لارې په تېرو درېیو کلونو کې د بادغیس په ولایت کې په یو زرو او ۶۷۷جریبه ځمکه نوي بڼونه جوړ شوي دي، چې د پستې، مڼې، انګورو او غوزانو یې مهم بڼونه دي.

له یاد ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، یاد بڼونه د بادغیس ولایت په جوند، غورماچ، قادس او بالامرغاب ولسوالیو کې جوړ شوي دي، چې د جوړولو ټولیز لګښت یې ۳۵ میلیونه او ۵۶۷ زره او ۵۵۱ افغانۍ دی. «د کرنې وزارت په پام کې لري، چې د کرنې د ودې او کلیوالي پراختیا پروژې له لاري، په ۱۴۰۰ ام کال کې د بادغیس ولایت په څلورو ولسوالیو کې د ۱۲۴ زره امریکایي ډالرو په ارزښت ۷۵۰ جریبه نوي بڼونه هم جوړ کړي.»

همدارنګه د یاد ریاست څخه په یوې بلې خپرې شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په دغه ولایت کې د الوویرا ۴۴ګلخونې او ۴۸وړې شنې خونې هم جوړې شوي دي. «یادې شنې خونې او ګلخونې، چې هر یوه یې ۳۰۱ مترمربع پراخوالی لري، د بادغیس ولایت د قادس، بالامرغاب، غورماچ او جوند په ولسوالیو کې جوړې شوي دي.»

په بادغیس کې د پستې پراخ ځنګلونه دي، خو د جګړو، وچکالۍ او نورو لاملونو له مخې یې ډېر ځنګلونه وهل شوي دي او اوس په سپیرو دښتو بدل شوي دي.

د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې، یاد وزارت په پام کې لري چې په هغو ولایتونو کې چې پسته ښه وده کوي، پراخ ځنګلونه جوړ کړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button