”طالبان د بهرنیو ځواکونو د وتلو د بهیر له احتمالي درېدو سره کلک مخالفت کوي“

طالبان وايي دوی ډيپلوماټیک حل غواړي، خو د هوکړې د ماتېدو په صورت کې د عواقبو خبرداری هم ورکوي. مجاهد DPA-International ته ویلي، ”که، خدای مه کړه، تړون مات شي، نو افغان ولس به یقینًا د تېرو شلو کلونو په څېر د ځان دفاع وکړي.“

عزم (دوشنبه، ۴ سلواغه، ۱۳۹۹): د طالبانو ویاند الماني DPA خبري اژانس ته ویلي چې دوی له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو د بهیر د احتمالي درېدلو سخت مخالفت کوي.

ذبیح الله مجاهد ویلي، ”زموږ جنګیالي به هیڅکله [د اشغال] تمدید ونه مني“.

ښاغلي مجاهد زیاته کړې، ”ناټو، امریکا او ټول لورې دې پایلې ته رسېدلي چې که دوی له اوسني کړکېچه وتل غواړي یوازینۍ لار یې د لاسلیک شوې هوکړې عملي کېدل دي“.

د تېر ۲۰۲۰ز کال د فبروري په ۲۹تمه، امریکا له طالبانو سره په لاسلیک-کړې هوکړه کې ژمنه وکړه چې د ۲۰۲۱ز د می میاشتې تر لومړۍ نېټې به ټول بهرني ځواکونه افغانستان پرېږدي. د امریکا د تازه ټاکل شوي ولسمشر جو بایډن اداره وايي چې دوی د ډونلډ ټرمپ د ادارې لخوا دا لاسلیک شوې هوکړه ارزوي.

د ناټو سرمنشي، ینس سټولټنبرګ، تېره پنجنشبه د ناټو د دفاع وزیرانو تر دوه-ورځنۍ غونډې وروسته وویل چې دوی به تر امرثاني پورې په افغانستان کې خپل ماموریت ته دوام ورکړي. سټولټنبرګ ویلي و چې د لسو زرو شاوخوا ناټو عسکر لا هم په افغانستان کې مېشت دي.

طالبان وايي دوی ډيپلوماټیک حل غواړي، خو د هوکړې د ماتېدو په صورت کې د عواقبو خبرداری هم ورکوي. مجاهد DPA-International ته ویلي، ”که، خدای مه کړه، تړون مات شي، نو افغان ولس به یقینًا د تېرو شلو کلونو په څېر د ځان دفاع وکړي.“

خو نوموړي ټینګار کړی چې دوی به خپله پرېکړه په می میاشت کې په هغه صورت وکړي که په افغانستان کې بهرني ځواکونه لا هم پاتې وو، ”که ډيپلوماټیکه لار وتړل شي، نو بیا له جګړې پرته بله لار نشته“.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: