مسیر ورځپاڼه: د کابل په سړکونو سوځېدونکي انسانان یوازې د امریکايي ګټو لپاره سوځي

عزم(دوشنبه، ۰۴، کب ۱۳۹۹): مسیر ورځپاڼې په خپله نننۍ سرلیکنه کې په کابل کې په وروستیو هدفي وژنو او د چسپکي ماینونو په چاودنو بحث کړی دی. ورځپاڼې لیکلي، د دغو بریدونو مسوولیت څوک نه اخلي، حکومت طالبان ملامتوي او طالبان بیا حکومت.

«پرون یو ځل بیا په کابل او لښکرګاه کې چسپکي ماینونو خلک ووژل. هره ورځ د کابل ښار په واټونو کې پر موټرو اور بل وي او لمبې یې د افغان مسلمان غوښې او هډونه سوځوي. هېڅوک د دغه اور مسوولیت نه اخلي، خلک همغسې سوځېږي، حکومت یوازې غندنې کوي او خلک ژاړي، درد تېروي، سوځېږي او پر پاتې شوو جسدونو او ایرو خاورې اړوي. د وحشت دا حالت بې ساری دی او افغانان نه پوهېږي چې چا او ولې دا وحشت پیل کړی دی.»

د سرلیکنې له مخې، د دغو بریدونو اصلي پلانوونکي افغانان نه دي او نه هم اوسنۍ جګړه د حکومت او یا طالبانو په ګټه ده، خو د کابل پر سړکونو بل شوي اور ته اسلام‌اباد، ډیلي، تهران او واشنګټن لاسونه ګرموي.

«ساده خبره ښايي دا وي چې د جګړې دواړه اړخونه طالبان او حکومت د دغو پېښو تر شا دي، ځکه حکومت طالبان او طالبان حکومت د دغو پېښو مسوول ګڼي، خو خبره تر دې ډېره پېچلې او ژوره ده. دا سمه ده چې دا وحشتونه د دې خاورې د څو جاهلو، وحشي صفته او نااهله اولادونو پر لاسونو کېږي، خو د دې لوبې پلانوونکي او اصلي قاتلین بیا افغانان نه دي. روانه جګړه نه د طالبانو او نه هم د حکومت په ګټه ده، خو د کابل په سړکونو د انسانانو پر غوښو په بل شوي اور په اسلام آباد، ډیلي، تهران او واشنګټن کې لاسونه ګرمېږي.»

د مسیر په باور، امریکا په قصدي ډول د سولې روان بهیر اوږدوي، خو داسې ښيي چې دوی سوله غواړي او نورې خواوې پرې ملامته کړي؛ ځکه په کابل کې اوسنی اور د امریکا له اجازې پرته ناشونی دی.

«که چا پرون په کابل ښار کې په وینو لړلي ماشومان او پر خپله هغه مور ویر او چیغې لیدلې وي، چې په خپلو وینو کې پر ځمکه بې حاله پرته وه، نو پوهېږي چې افغان انسان د ځمکې پر مخ له سخت دوزخ سره مخ دی. تر اوسه د سولې په برخه کې چې هر ډول اساسي خنډ دی، هغه امریکایانو جوړ کړی، خو په ظاهره یې داسې ښودلې، چې دوی په دې برخه کې مرسته کوي او نور لوري خنډونه جوړي. که دوی رښتیا هم غوښتي وای، څه ډول چې امریکايي ځواکونه خوندي شول، همداسې به افغانان هم خوندي شوی وای. اوس چې هم په کابل او ولایتونو کې څه ډول وحشت روان دی، دا د امریکا له خوښې او اجازې پرته ناشونی کار دی. که د دغو بریدونو تر شا هر څوک وي، که یې طالب کوي، که حکومت، که یې هند کوي، که ایران او که یې تهران کوي او که مسکو، هېڅ ممکنه نه ده چې د امریکا له خوښې پرته دې د وژنو او وحشت یوه داسې څپه راشي. موږ باید درک کړو چې د هرې لوبې تر شا د امریکا لاس دی او د کابل په سړکونو سوځېدونکي انسانان یوازې په هغه اور کې سوځي چې د امریکايي ګټو لپاره بل شوی دی.»

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: