ولسي جرګې د ۱۴۰۰مالي کال بودیجه تصویب کړه

عزم(دوشنبه، ۰۴، کب ۱۳۹۹): له اوږدو جنجالونو وروسته نن ولسي جرګې د رایو په اکثریت د ۱۴۰۰مالي کال بودیجه تصویب کړه.
ولسي جرګې نن دوشنبه د کب په ۴مه نېټه د ۱۴۰۰مالي کال بودیجه وروسته له هغه تصویب کړه، چې د دې جرګې د غړو په خبره یې حکومت د دوی غوښتنې منلي دي.
ولسي جرګې له دې وړاندې دوه ځلې د ۱۴۰۰مالي کال بودیجه رد کړې وه او لامل یې په بودیجه کې د ۱۹ستونزو بلل وو.
د ولسي جرګې غړو له دې وړاندې له حکومت غوښتي وو، چې په راتلونکې بودیجه کې دې د ښوونکو معاشونه لوړ شي او همدارنګه دې د ټیټ پوړو مامورینو په معاشونو کې هم دوه زره افغانۍ زیاتې شي.
د راتلونکي مالي کال لپاره ۴۷۳مېلیارده او ۴۱مېلیونه افغانۍ ټاکل شوي دي. د ولسي جرګې غړو له حکومت غوښتي وو، چې د ملي دسترخوان د پروګرام شاملېدل، د کلیو له پراختیا وزارت نه د ټولګټو وزارت ته د لارو جوړولو د پروګرام لېږد، د مهمو ولایتي پروژو لرې کول او په ګڼو نورو برخو یې هم نیوکې لرلې.
د افغانستان مالي کال د مرغومي په لومړۍ نېټه پیلېږي، خو د حکومت او ولسي جرګې ترمنځ د ستونزو له امله د بودیجې تصویب د کب تر څلورمې ځنډېدلی و.
د ولسي جرګې ګڼ غړي لا هم پر حکومت نیوکه کوي، چې لوړ پوړي چارواکي مېلیونونه افغانۍ په بېلابېلو نومونو د حکومت له خزانې اخلي، خو د ټیټ پوړو مامورینو په معاشونو کې زیاتوالی نه راولي.