د هیواد علماء: ارګ دې علماؤ ته دګواښونو پرځای خپلو چارو ته متوجه شي؛ مونږ چوپ نه پاتې کیږو

عزم(دوشنبه،۴ کب ۱۳۹۹): وروسته تر هغه چې ارګ او د امنیت شورا د هرات ولایت د ګذرګاه جومات خطیب “مولانا مجیب الرحمان انصاري” ته د هغه د څرګندونو له امله ګواښونه وکړل؛ په غبرګون کې یې تازه د هیواد د ۳۴ ولایتونو علماؤ په یوه ګډه اعلامیه کې د کابل له حکومت نه غوښتي تر څو د علماؤ پر ضد له څرګندونو او پاروونکو اقداماتو ډډه وکړي او خپلو نیمګړتیاوو ته دې متوجه شي.

علماؤ په یوه اعلامیه کې ویلي، دولتي چارواکي باید وپوهیږي چې نظام له څلورو اساساتو تشکیل شوی “ځمکه، وګړي، سیاسي قدرت او د اسلامي شریعت “قانون” تنفیذ چې د هر یوه په نشتون کې دولت، د یوه نظام بڼه نه لري.

علماؤ پر حکومت غږ وکړ چې خپلې اصلي دندې ته متوجه شي، خلکو او هیواد ته دې بحرانونه نه جوړوي،ځکه چې په وینا یې« نور د هیواد ولسونه د ستونزو ګاللو وس نه لري، دواړه لوري دې د سولې له رامنځته شوي فرصت نه سمه ګټه پورته کړي او د خپل قدرت او واک د بقاء لپاره دې دا فرصت نه قرباني کوي. »

دوی په خپله اعلامیه کې ویلي چې علماء د امر بالمعروف او نهي عن المنکر بشپړ حق لري او په ځانګړې توګه باید هراتي عالم “مولانا انصاري”ته له ګواښوونو لاس واخیستل شي«مونږ علماء او ملت هیڅ منبر او عالم یواځې نه پریږدو او نه بې تفاوته پاتې کیږو؛ علماؤ ته د ګواښ پرځای خپلو ستونزو او مشکلاتو ته پاملرنه وکړئ، همدا امنیتي ځواکونه هم له خلکو جوړ شوي او که د آزموینې ورځ ورسیده د همدې علماؤ او ملت ترڅنګ به ولاړ وي»

اعلامیه کې راغلي، حکومت دې د بندرونو امنیت، د سوداګرو ستونزو او د هیواد مخ پر ځوړ اقتصادي وضعیت ته پاملرنه وکړي، په داسې حال کې چې د هیواد په کچه لوی ګمرک “اسلام کلا” سوځیدلی، ترانسپورت له ستونزو سره مخ ده او خلک له ناوړه روزګاره کړیږي.

علماؤ دغه را پر حکومت غږ وکړ چې هرڅومره ژر باید هدفي او مرموزې وژنې ودروي، په ښارونو کې د سیستماتیکو بریدونو څیړنه دې وکړي او هغوی چې د مخورو کسانو او علماؤ په ترور کې لاس لري د لمر په څیر خلکو ته وښیي.

https://www.facebook.com/helaltvaf/videos/438799640879734/

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button