ته هیڅکله خپل ارزښت نه بایلې!

نور احمد عایل

 

يوۀ مشهور ويناوال د خپلو خبرو پيل د ۱۰۰۰ افغانيو په لوټ باندې وکړ.
لوټ يې جګ کړ او په تالار کې ناستو حاضرينو ته يې وويل څوک دا پيسې غواړي؟
ناستو کسانو هر يوۀ لاسونه پورته کړل چې زه يې غواړم، زه يې غواړم.
لږ اخوا ولاړ او ويې ويل سمه ده زه به دا ۱۰۰۰ افغانۍپه تاسې کې يو چا ته درکړم خو لومړی اجازه راکړئ چې يو کار پرې وکړم.
لوټ يې راواخيست ښه يې په لاسونو کې ومروړه او چيت پيت يې کړ بيا يې وويل اوس يې څوک غواړي ؟
بيا هم خلکو وویل چې موږ يې غواړو.
بيا يې پيسې په ځمکه واچولې او پښې يې پرې کېښودې او په پښو يې ښه پرځمکه وسولاوه.
بيا يې وويل چې اوس خو لوټ خيرن هم شو لا يې هم څوک غواړئ؟
بيا هم لاسونه جګ شول چې هو! موږ يې غواړو.
نو ويې ويل: ملګرو تاسې يو ډېر ارزښتمن درس زده کړ.
ګورئ! تاسې ته يې هيڅ اهميت ونه درلود چې ما په پيسو څه وکړل خو تاسې يې لا هم غواړئ.
ځکه چې ارزښت يې کم نه شو او لا هم هماغه زر افغانۍ ارزښت لري.
نو په ژوند کې هم موږ ډېر وخت پرېښودل کېږو ، تر پښو لاندې کېږو، لوېږو، سختۍ او د ژوند مشکلات مو سره چيت پيت کوي او په هغو تصميمونو چې نيسو يې او هغه پېښې چې ورسره مخامخېږو رنګ ترې اخلو او پرې ککړېږو.
موږ فکر کوو چې لکه سې بې ارزښته شو.
خو هيڅ اهميت نه لري چې څه پېښ شوي دي او څه به پېښ شي تاسې هيڅ وخت هم خپل ارزښت له لاسه نه ورکوئ تاسې لا هم هغو کسانو ته چې تاسې پرې ګران يئ ډېر ارزښتمن يئ!
نو
ژوند د ستونزو دويم نوم دی حوصله ورته پکار ده
تر وړه خندا دې جار شم سړی نه وارخطا کېږي.
°°°°°°°°°°°°°°°°°°°°°

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button