د روانې کب میاشتې په ۱۵مه په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې درسونه بیا پیلېږي

عزم(سه شنبه، ۰۵، کب ۱۳۹۹): د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت وايي، د روانې کب میاشتې په ۱۵مه به په ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې په حضوري ډول درسونه پیل شي.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د ۱۴۰۰ کال د وري تر ۱۵مې نېټې به د څلورو اوونیو لپاره درسونه ورکړل شي.«د افغانستان کابینې د ۲۶/۸/۱۳۹۹ نېټې ۲۵ شمېرې او د لوړو زده کړو وزارت مشرتابه د ۲/۱۲/۱۳۹۹ نېټې پرېکړو پر بنسټ، د ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو حضوري درسونه د روان کال کب میاشتې په ۱۵مه نېټه په رسمي توګه پیلېږي. دولتي او خصوصي پوهنتونونه او د لوړو زده کړو موسسې اړ دي څو د کب میاشتې له ۱۵مې د ۱۴۰۰ کال د وري تر ۱۵مې نېټې د څلورو اوونیو په لړ کې درسونه په تشدیدي توګه مخ‌ته یوسي او د لاندې اکاډمیک مهال‌وېش پر بنسټ د ۱۳۹۹ کال د مني سمسټر پاتې درسونه وړاندې کړي.»

د خبرپاڼې له مخې، د روانې کب میاشتې په ۱۵مه د پوهنتونونو درسونه پیلېږي او د ۱۴۰۰کال د وري په ۱۵مه به ازموینې اخیستل کېږي.

پر کابل پوهنتون له برید وروسته د لوړو زده کړو وزارت په هېواد کې ټول دولتي او خصوصي پوهنتونونه رخصت کړل؛ خو اوس یې پرېکړه کړې چې د روانې کب میاشتې په ۱۵مه به بېرته په پوهنتونونو کې په حضوري ډول درسونه پیل شي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button