غزل

اوبۀ دي سي د جنګ د بچو زور، سوله دي وسي
او مړ دي سي د ګرمي جګړې اور، سوله دي وسي

يو موټي افغانان بېرته پر يوه نظام را ټول سوه
پردو ته دي ډالۍ سي دا پېغور، سوله دي وسي

په پاکه اسلامي خاوره دي پاک اسلام حاکم سي
يو ځای دي سي له وروره سره ورور، سوله دي وسي

ماشوم يې په لمن منګولي ښخي کړي، او وايي
سنګر نه دي بابا راستون سي، مور، سوله دي وسي

طالب دي پنجابی نه، د هيواد اتل دي ياد سي
ترې ليري دي سي، دا دروغو تور، سوله دي وسي

دا ورک سو، دا شهيد سو، دا بندي سو، دا زخمي سو
هيڅ تاب د دې کیسو نۀ لرو نور، سوله دي وسي

يو زړۀ د شفاعت، بل ارامي، احساس او علم
زما دي په نصيب سي دا څلور، سوله دي وسي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: