پنټاګون:د دوحې تړون ارزوو؛ خو د افغانستان مسئله هیڅ کوم نظامي حل نه لري

عزم(سه شنبه،۵کب ۱۳۹۹): د امریکا د دفاع وزارت “پنټاګون” وایي چې دوی لا هم د دوحې د تړون په ارزونه بوخت دي او هڅه کوي، له سیاسي لارو افغان مسئلې ته حل پیداکړي.

د پنټاګون ویاند “جان کربي” تیره ورځ یوې خبري ناستې ته د وینا پر مهال وویل، «له دې سره سره چې د امریکا نوی دولت له طالبانو سره د دوحې تړون ارزونه کوي خو یوه خبره روښانه ده او هغه داده چې “د افغانستان مسئله هیڅ کوم نظامي حل نه لري” او دا مسئله باید له سیاسي لارو او تلپاتې اوربند ته په رسیدو حل شي»

دا په داسې حال کې ده چې امریکا کې لا هم ځینې جګړه غوښتونکي چارواکي هڅه کوي، افغان جګړه اوږده او د خپلو ځواکونو موده تمدید کړي؛ خو طالبانو بیا خبرداری ورکړی چې دوی به له ټاکلې مودې پورې هیڅ بهرني “یرغلګر” ته افغانستان کې د پاتې کیدو اجازه ورنکړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button