مجاهد: دولتي ځواکونه دې د پردیو د ګټو خوندیتابه لپاره ځانونه نه قربانوي

عزم(سه شنبه،۵کب ۱۳۹۹): د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د “حقیقت نیوز”په نامه یوه چینل سره مرکه کې د هیواد د روان وضعیت، سولې او نورو موضوعاتو په هکله څرګندونې کړې دي.

مجاهد ویلي، پردي هیوادونه که همدومره نور هم افغانستان کې پاتې شي، هیواد مو په پښو نه شي درولای، ځکه چې په وینا یې اشغالګر هیڅ نه غواړي خپل مستعمره هیواد یې په پښو ودریږي.
نوموړي افغان دولتي ځواکونه خپل “وروڼه” وبلل او زیاته یې کړه چې دوی یې په وژلو هیڅکله نه خوشالیږي  «اشغالګر او د ارګ چارواکي د خپلو موخو لپاره له دولتي عسکرو ابزاري استفاده کوي او هغوی دخپلو ګټو او واشنګتن د دفاع لپاره کاروي. »

نوموړي زیاته کړه، امنیتي ځواکونه باید واقعیتونه درک کړي، زمونږ غیږ ته راشي، زمونږ ورته بلنه ده او د بهرنیانو فریب دې نه خوري.
په داسې حال کې چې پنټاګون په ځلونو ویلي چې افغان هوایي ځواکونه یې معیاري نه دي جوړ کړي، طالب ویاند وایي، چې د هوایي ځواکونو جوړښت هغوی شل کاله نور هم نه کوي او نه یې هم جوړوي؛ ځکه په وینا یې چې هغوی خپلې موخې او اهداف لري. «یرغلګر هیوادونه مونږ ته نظام او هیواد نه جوړوي او نه یې هم جوړولای شي . »
مجاهد د افغان چارواکو او په وروستیو کې د جنرال دوستم څرګندونو ته په اشارې سره ویلي چې د جنګ خبرې هیچاته هم پکار نه دي.« اشتباه دې څوک نه کوي، هغوی چې د جنګ تجربې یې لیدلې باید د جنګي ترمینالوژي پرځای د امن او سولې خبرې وکړي، پاروونکې خبرې، ماشومانه دریځ ده، بلنه ورکوو چې د جګړییزو خبرو پرځای د اشغال سره د مخالفت او د اسلامي نظام د حاکمیت په تړاو څرګندونې وکړي. »
ددږی جګړییزې خبرې پر روانه مبارزه نور هیڅ کوم اثر نلري.
نوموړي ټینګار وکړ چې په عموم کې باید مذاکراتو ته تعهد لرو. او د بریا تمه ترې لرو « ددوحې تړون یو اصل ده باید ګام په ګام عملي شي.»
طالب ویاند وایي چې ددې تړون ځینې مسائل لا هم نه دي حل شوي لکه د تور لیست او جایزو لیست ختمول او د بندیانو د خلاصون قضیې حل کول«موانع باید ایجاد نه شي او مسئله په ښه توګه وړاندې ولاړه شي. »

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: