اشرف غني: له امریکا سره مو د ګډو اړیکو د خوندیتوب بحث ده؛ نړیواله ټولنه باید خوندي شي

عزم(سه شنبه،۵کب ۱۳۹۹): اشرف غني په یوه تازه مرکه کې د بي بي سي خبریالې لیز دوسیټ ته ویلي چې د ناټو وروستی تصمیم دا زمینه برابروي چې د سولې بهیر چټک شي او په خبره یې «لا وختي ده چې د بهرنیو ځواکونو د تمدید په هکله خبرې وکړو.»
نوموړی وویل، کلیدي موضوع د طالبانو لیوالتیا ده چې د سولې بهیر ومني« مونږ ډیرڅه د میز پرسر ایښي، ډیره قرباني مو کړې، او اوس دې طالبان لکه جګړو ته چې لیواله دي، سوله کې هم لیوالتیا وښیي.»

نوموړي زیاته کړه،  په امنیتي ځواکونو ویاړي ځکه دامهال تر نوي سلنه زیات عملیات هغوی کوي او ناټو یې یواځې ملاتړ کوي. «مونږیواځې ملاتړ ته اړتیا لرو»

اشرف غني وویل: «زما پیغام هغو ته دی چې طالبانو ته یې پټنځایونه ورکړي. باید مخامخ ورسره خبرې وشي، تر څو نړیواله تولنه له ځاني او مالي تاوان څخه خوندي شي. »

اشرف غني د بایدن له راتګ خوښي په ډاګه کړه او ویې ویل چې له امریکا سره د ګډو ګټو ساتنه ورته اهمیت لري،« اوس د وړاندوینې وړ بهیر لرو زمونږ ترمنځ د ګډو ګټو او متقابل درناوي بحثونه د اهمیت وړ دي. »

نوموړي وویل چې سخت تصمیمونه په مخ کې لري خو په وینا یې چې ټینګار یې په ټاکنو دی.« راتلونکې مشروعیت تر جمهوریت تړاو لري.»
اشرف غني د لومړي ځل لپاره ومنله چې په اساسي توګه واک ته لیواله نه دی خو خبرداری یې ورکړ چې طالبان حکومت په زور نه شي نیولای«زمونږ حکومت ویتنام نه دی چې وپرزیږي.»

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: