هلمند: نفوذي پولیسو خپل دوه ملګري وژلي او ټوله وسله یې طالبانو ته وړې

عزم(سه شنبه، ۰۵، کب ۱۳۹۹): بېګاه شپه په هلمند کې پنځو نفوذي پولیسو خپل دوه ملګري وژلي او د پوستې ټوله وسله یې طالبانو ته وړې ده.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي پر خپل ټوېټر لیکلي، چې د هلمند ولایت د نهرسراج د پوپلزو په سیمه کې د پولیسو په پوسته کې پنځو نفوذي پولیسو خپل دوه ملګري وژلي او له وسلو سره یوځای تر دوی روغ ورسېدلي دي.

«د ھلمند ولایت د نهرسراج د پوپلزو په سیمه کې لښکرګاه ته پر غڅېدلي سړک تېره شپه د ګوډاګۍ ادارې د مزدورو پولیسو په پوسته کي۵ تنو نفوذي کسانو۲تنه نور پولیس ووژل، او دوی له ۲ثقیلانو ۲راکیټانو یوه درازنوف۳کلاشنکوفو ګن شمیر مهماتو او لاسي ګرنیټانو سره ترمجاهدينوروغ رمټ راورسیدل.»

هلمند د هېواد له هغو ولایتونو دی، چې د طالبانو نفوذي کسان په امنیتي لیکو  کې ډېر دي او ګڼې پوستې بې له جګړې نیول شوي دي.

تېره اوونۍ هم په هلمند کې په ورته پېښه کې د پوستې ټول پولیس وژل شوي وو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: