پروان کې د سویابینو یو زر او ۶۰۰ کروندې جوړې شوي

عزم(سه شنبه، ۰۵، کب ۱۳۹۹): د پروان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د سویابینو یو زر او ۶۰۰ ننداریزې کروندې جوړې شوي دي.
د یاد ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د روان کال په ترڅ کې د دې ولایت د مرکز په ګډون د بګرام او جبل السراج په ولسوالیو کې د ۱۷ میلیونه او ۳۷۳ زره او ۱۳۹ افغانیو په لګښت د سویابینو یو زر او ۶۰۰ ننداریزې کروندې جوړې شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې، یادې ننداریزې کروندې په دې ولایت کې د سویابینو د کرکېلي د پراختیا او دودولو په پار د « ANHDO»پروژې له خوا جوړې شوي دي.
دغه راز د غنمو د اصلاح شویو غنمو ته د لاس رسي په موخه د ۱۳۵ زره افغانیو په لګښت بزګرانو ته د غنمو ۲۱ ننداریزې کروندې او د زعفرانو پنځه ننداریزې کروندې هم جوړې شوي دي.
سویابین یو ګټور کرنیز محصول دی، چې د هېواد په ګڼو ولایتونو کې کرل کېږي او په بازار کې هم په مناسبه بیه پلورل کېږي.