مادر جان بلند شو!! / مور جانې پورته شه!!

جاوید افغان
هاغه دردونکې طفلکې، او ساندې جملې چې هیڅ کله به مي هېرې نشي!
یقینا د کابل ادارې چارواکو سېنو کې زړونه نۀ، بلکې کاڼي دي!
آیا د امریکایانو پاتې کیدل! او د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د شوي تړون ماتیدل دومره اړین شول/دي چې مظلومې افغانې مېرمنې د خپلو معصومو طفلکانو په مخکې په ډزو و ویشتل شي؟!
آیا ریښتیا هم د امریکایانو پاتېدل په دې ارزې او مهم دي چې په ټول هیواد کې دي وژنې، اختطافونه، فحاشۍ، غلاوې، او بي دیني هاغه آخري حد ته ورسیږي او په نړیواله کچه دي ګران وطن په فساد کې لومړی مقام خپل کړي؟!
سبحان الله!
له داسي سخت زړي، بزدل، بي غیرته، سپین سترګي او مکار دښمن سره لاس او ګریوان یو چې نه جنګي وصول پیژني، نۀ بشریت ته احترام لري، نۀ انسانیت او نۀ دانسانیت په نوم یوڅه!
د دوی په اند!
دا ماشومان دي یتیمان شي!
مېندې یې دي و وژل شي!
سپین روبي دي ختم شي!
مسجدونه، دیني مدارس، مکاتب او پوهنتونونه دي ړنګ شي شاګردان دي هم و وژل شي خو!
چې د واشنګټن ګټې (!) باید خوندي پاتي شي؟!

څو ورځې وړاندې د کابل د فاسدې ادارې مرستیا امرالله صالح په خبرو کې وویل! چې امریکایان دي پاتې شي او په وینا یې چې افغاني عسکر او امریکا له یوه ګډ دښمن سره مخ دي او…
د ده دا خبره چې موږ او امریکا له ګډ دښمن سره مخ یو، که فکر ورباندې وشي تر ډیره حده ریښتیا ده، ځکه دوی د امریکایانو لاسپوڅي په ډیر افتخار سره وایې چې موږ د امریکا د امنیت په لومړۍ کرښه کې قرار لرو، یقیني خبره ده چې امریکایانو هم په خپل ټول وحشت سره په تېرو دوه لسیزو کې په مظلومو افغانانو باندې ورته ظلمونه وکړل، چې ورځ تربلې یې د وحشتونو ویډیوګانې رسنیزې کیږي، او د کابل فاسدې ادارې ته یې د افغانانو بیا په خاصه د سپین روبو، ښځو، او ماشومانو د بې درېغه وژلو بنسټ کېښود، او بد بختانه چې دالړۍ ډیره ګړندۍ روانه ده.
باید و وایم نن چیرته دي هغه بشرپالان او دښځو دحقونو غوښتونکي چې د دې او په کلیوالي سېمو کې دېته ورته جنایاتو څیړنه وکړي؟
طالب ته خو د میز پرسر ترټول دمخه د ښځو د حقونو نغارې ډنګوي، نن ولي چپه خوله دي؟
په هغو پیښو چې کابل شل سری رژیم یې په ښاریاتو او کلیوالي سیمو کې ترسره کوي ولي نه څیړل کیږي؟
تراوسه کوم خبریال ورغلی؟
له کومې رسنۍ څخه مو د هغوی وضاحت اوریدلی؟
په مرور دزمان سره به دې ټولو جنایاتو ته د کابل اداره شل کلنې لاسته راوړنې وایې.
ریښتیا چې په افغانانو د تپل شوې جګړې کې د جګړه مارانو زامن نه وژل کیږي، امریکایان به ځي او خامخا به ځي، ځکه دا وطن یې نه دپلار دی او نه هم د نیکونو!
متل دی وای که شپه تیاره ده مڼې په شمار دي د دې ټولو حساب به کیږي او هاغه افغاني الاصله امریکایې بې ضمیره افغانان به ملت د حساب میز ته راکش کاږي چې تېرې دوه لسېزې د دوی ویني زبیښلې دي.
ان شاءالله العزیز.
پای …

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button