مسیر ورځپاڼه: اوسني چارواکي د سیاسي شنونکو په شان یوازې خبرې کوي

عزم(سه شنبه، ۰۵، کب ۱۳۹۹): مسیر ورځپاڼې په خپله نننۍ سرلیکنه کې د اشرف غني د لومړي مرستیال امرالله صالح په هغو خبرو بحث کړی دی، چې په ډاګه یې ویلي دي، ځینې کړۍ له سراچه ډوله موټرو کار اخلي او په پخو سړکونو کې د نویو ماشینونو په وسیله سړکونه سوري کوي او ماینونه پکې ږدي.

«دا ماشینونه له یوې تر دوو دقیقو پورې په سړک کې تر لس سانتي مترو پورې سوری کوي او په هغه  کې د سړک رنګ ته ورته ماین په ډېره بېړه ځای پر ځای کوي. صالح ویلي، چې دوی پولیسو ته سپارښتنه کړې، چې له دې وروسته سراچه ډوله موټرونه په جدي توګه تر څارنې او څېړنې لاندې ونیسي.»

د سرلیکنې له مخې، امنیتي ادارې په خلکو کې بې‌اعتباره شوي او خلک یې په خبرو باور نه کوي؛ خو کله چې صالح ټول پلان افشا کوي دا چاره خلک وېروي.

«حکومتي چارواکي په خلکو کې دومره بې باوره شوي، چې اوس یې په سختۍ په خبرو باور کوي؛ ځکه چې دوی بیا بیا خلکو ته دروغ ویلي او ورسره کړې ژمنې یې نه دي عملي کړي. که رښتیا هدف دا وي چې دا بریدګر او د دوی ټوله شبکه ونیول شي، نو دا خبره باید پټه ساتل شوې وای او یوازې امنیتي او کشفي ارګانونه پرې خبر وای. اوس خو داسې ښکاري چې امرالله صالح نه غواړي دا کسان ونیول شي او یوازې هغوی خبروي چې امنیتي ځواکونو یې تکتیک پېژندلی او نور دې یې نه کاروي. دا د امنیتي ادارو د پلانونو افشا کول او دښمن خبرول دي. په دې سره دا شک پیدا کېږي چې رښتیا هم دا تکتیک شته او رښتیا هم حکومت غواړی دا کسان ونیسي، که یوازې یې پوهوي چې خپل تکتیک بدل کړي!؟»

د مسیر په باور، اوسني چارواکي د سیاسي شنونکو رول لوبوي او هڅه کوي چې خلک ووېروي، خو خلک غواړي چې امنیت ښه شي، نه چې د امرالله صالح تکراري خبرې واوري.

«حکومتي چارواکي اوس د دې پر ځای چې د دغو پېښو مخه ونیسي، هڅه کوي چې خلک ووېروي، یا غواړي خپل نظر څرګند کړي، څو خلکو ته یو څه ووايي. دوی اوس د مسوولینو پر ځای د سیاسي شنونکو رول لوبوي او خپله دنده نه ترسره کوي. حکومتي چارواکي باید د ځان ښودنې او د خلکو په سترګو کې د خاورو شیندلو پر ځای، هڅه وکړي چې د روانو چاودنو او وژنو مخه ونیسي. خلک له چارواکو نه غواړي چې ورته وايي دا بریدونه څوک او څه ډول کوي، بلکې خلک غواړی چې د دغو بریدونو مخه ونیول شي. اوس خو د امرالله صالح خبرې یوازې د دې لپاره دي، چې دښمن د امنیتي ځواکونو له پلانونو او طرحو خبر کړي او هغوی پوه کړي چې سراچې او نور موټر پسې پلټل کېږي. له پرته دا خبرې هېڅ مانا نه لري.»

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: