د امنیت شورا کارمند: دوستم ټول مډالونه سرچوک کې اخیستي

عزم(سه شنبه، ۵ سلواغه ۱۳۹۹): د امنیت شورا یو تن بر حال کارمند عبدالرحمن رحماني د دوستم د لباس او مډالونو پر اړه وایي چې ټول مډالونه یې په سر چوک کې اخیستي.
نوموړي په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې دوستم مارشال ده، خو مډالونه یې ټول په پلخشتي سرچوک کې ۲۰۰ افغانۍ باندې پیرلي دي.
رحماني ویلي چې چا هم هغه ته د دغه لباس انتخاب کړی دا یې ورسره ستره جفا کړې، نظامي نړۍ کې جعلي نشانونه د یو افسر په بداخلاقي دلالت کوي، هغه افسران چې جعلي نشانونه ټومبي متنفر شخصیتونه وي، ځکه مډالونه باید په نظامي نړۍ کې په تکلیفونو ترلاسه شي.
د امنیت شورا د دغه کارمند څرګندونو ته تر اوسه خپله دوستم څه نه دي ویلي، خو ځینو دغه کار غندلی او ویلي یې دي چې دغه مډالونه که اصلي وي یا جعلي، خو یو ټیټ رتبه افسر ته نه ښایي چې د یو مارشال په اړه داسې څرګندونې وکړي.