طالبان: د ملکي تلفاتو اړوند د یوناما راپور ناسم او په سلیقوي ډول جوړ شوی

عزم(سه شنبه،۵کب ۱۳۹۹):وروسته تر هغه چې کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ “یوناما” د تیرمیلادي کال ملکي تلفاتو اړوند راپور خپور او دمرګ ژوبلې لوی عامل یې طالبان وبلل، په غبرګون کې یې طالبانو توند غبرګون خپور کړی او دا رپور یې له یوې مخې پروپاګند او ناسم بللی چې په وینا یې د کابل ادارې د استخباراتو په فرمایش ترتیب شوی دی.
راپور کې راغلي، په ۲۰۲۰ میلادي کال کې ۸۸۲۰ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې له ډلې ۳۰۳۵ تنه وژل شوي او ۵۷۸۵ تنه نور ټپیان شوی دي

راپور زیاتوي، که څه هم د تېر کال په پرتله سږکال د تاوتریخوالي او ملکي تلفاتو کچه ۱۵ سلنه ټیټه شوې خو د دې کال په وروستۍ ربع کې د تاوتریخوالي زیاتېدو د ملکي تلفاتو کچه زیاته کړه.

یوناما د یادو تلفاتو د ۴۶ سلنې مسؤلیت پر وسله والو طالبانو، ۸ سلنې مسؤلیت پر داعش ډلې او ۲۲ سلنې مسؤلیت پر افغان سرتیرو ور اچولی؛ خو امریکایي ځواکونه یې سپین بللي دي.

په یاد راپور کې راغلي، په ۲۰۲۰ کال کې ۱۸۸۵ ملکي وګړي د طالبانو بریدونو کې وژل شوي او ۳۵۷۴ تنه نور ټپيان شوي دي، همدارنګه ۸۴۱ تنه د حکومت پلوه ځواکونو په بریدونو کې وژل شوي ۱۳۹۰ تنه نور ټپيان شوي دي.

طالبانو په یوه اعلامیه کې ددې راپور په رد کولو سره هکله ویلي: «موږ دا ډول ناقص اود غلطو معلوماتو په اساس جوړ راپور ردوو، اګرکه دا راپور له خپریدو څخه مخکې د اسلامي امارت د اړوند ارګان سره شریک شوی و، خو کومې انديښنې، دقیق معلومات او حقیقي جزئيات چې موږ له دوی سره شریک کړي دي، په راپور کې نه دي مراعات شوي. »

طالبانو ویلي: ددوی د معلوماتو په اساس د یوناما لخوا دا ډول راپورونه تنها د هغو معلوماتو په اساس ترتیب او خپریږي چې د “کابل ادارې” استخباراتي او نور نظامي ارګانونه يې د “پروپاګند” په ډول له یوناما سره شریکوي. «خو بل خوا د ولسوالیو، کلیو او پراخو سیمو چې هره ورځ د کابل ادارې او د هغوی د بهرنیو ملاتړو د بمبارونو، توغندیو ویشتلو، چاپو، د اربکیو د زور زیاتیو او نورو وحشتونو قرباني سیمې دي، له هغو څخه یا هيڅ معلومات په کې نشته او یا ډير کم ښودل شوي.»

طالبان وایي چې دوی د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره ځانګړی کمیسیون لري، چې د ملکي مرګ ژوبلې د مخنیوي، که تلفات پيښ شي، د قضيو د څيړلو او د عاملینو د مجازات کولو دنده لري او په خورا ښه ډول يې خپله وظیفه پرمخ بیولې ده.
طالبانو پر یوناما غږ کړی چې د ملکي تلفاتو د اصلي عاملینو په افشا کولو سره د یادو مرګ ژوبلو دقیقه څیړنه وکړي او له دغې کاملا بشري موضوع څخه سیاسي استفاده ونه کړي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: