طالبان خپلو منسوبینو ته: نیول شویو مجرمینو ته له محکمې وړاندې سزا مه ورکوئ

عزم(سه شنبه،۵کب ۱۳۹۹): طالبانو په یوه اعلامیه کې خپلو ټولو منسوبینو ته لارښوونه کړې چې نیول شویو تورنو کسانو ته د محکمې تر حکم وړاندې په خپلسري توګه له سزا ورکولو ډډه وکړي.

د طالبانو پر ویبپاڼه خپاره شوي راپور کې راغلي: « د مشرتابه مقام د ( ۶۵/ج۶ ) ګڼي مکتوب د حکم پر اساس چي د ۱۴۴۲ کال د ربیع الاول پر ۱۶ نېټه صادر شوی؛ د محاکمو له فیصلې پرته تورن ته سزا ورکول او بيا يې تصوير اخيستل په کلکه منع کړل شوي دي»
په دغه فرمان کې ویل شوي چې د متهمینو د جرم ثبوت او مجرمینو ته د سزا ورکولو صلاحيت یواځي “شرعي محکمې” ته ورکړل شوی او په وینا یې چې هرڅوک دا حق نه لري چي په خپل سر مجرم ته سزا ورکړي.

د طالبانو د مشرتابه مقام په حکم کي راغلي:« په حدودو، تعزيراتو او سزاګانو باندي به مطلوب اثرات چي د خپل رب رضا حاصلول او د جرمونو مخه نیول دي؛ هغه مهال مرتب وي چې د تثبیت او تطبیق جریان یې د شرعي هدایاتو مطابق ترسره شي او د جرم په اندازه سزا ورکړل شي.»

طالبانو خپلو ټولو منسوبینو په ځانګړي ډول خپلو اړوندو واليانو ته لارښوونه کړې چې هيڅ شخص ته اجازه ورنکړي تر څو د محکمې له حکم پرته څوک په “سوکانو، لښتو، دُرو او کېبل” ووهي او يا هم کوم بل ډول تعذيب ورکړي.

په فرمان کې وړاندې زیاته شوې « مجاهدین چي څوک اسیران کړي؛ هغه که جنګي بندیان وي يا جنایي، د محکمي له پریکړي پرته د سزا ورکولو حق نه لري.
د طالب مشرتابه فرمان کې همدا ډول د سزا د تطبيق له صحنو څخه له تصوير اخيستلو يا ويډيو کولو هم په کلکه د مخنيوي غوښتنه شوې.

د طالبانو د مشرتابه مقام له دغه حکم څخه سرغړوونکي کسان “مجرمين” ګڼلي او خپلو ټولو اړونده مسئولينو ته یې دنده ورکړې چې تخلف کوونکي په خپل وخت کې پيدا او مسئول ارګان ته یې ور معرفي کړي، تر څو چې په وینا یې «د شرعی اصولو او فرامينو څخه د تخلف، د نظم د اخلال او د اسلامي امارت د بدنامه کولو له امله سزا ورکړل شي، چي دا به بيا د دوی او نورو تخلف کوونکو لپاره عبرت شي.»

دا په داسې حال کې ده چچې ډیر کله نړیوالې بشري ادارې او د کابل حکومت پلوې ډلې ټپلې پ طالبانو تور لګوي چې ګواکې هغوی صحرایي محاکم دایروي او له کوم قانون پرته مجرمینو ته سزاوې اوروي.
دوی ددې ترڅنګ چې طالبان د صحرایي محاکمو په شتون تورنوي، خو ورسره د کابل عدلي او قضایي ارګانونه هم په فساد کې ښکیل او د طالبانو پریکړې او عدلي چارې شفافې بولي.

 

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button