ښه خبره اوریدل او منل

هغه څوک چې خبره په غور سره اوري او د تر ټولو ښې خبرې پیروي کوي؛ دوی هغه خلک دي چې الله سمه لاره ورته ښودلې ده او همدوی پوهان دي. الَّذِينَ يَسْتَمِعُونَ الْقَوْلَ فَيَتَّبِعُونَ أَحْسَنَهُۥٓ ۚ أُولٰٓئِكَ الَّذِينَ هَدٰىهُمُ اللَّهُ ۖ وَأُولٰٓئِكَ هُمْ أُولُوا الْأَلْبٰبِ. [سُوۡرَةُ الزُّمَر : 18]

د بېلګې په توګه ته حالات څارې یا خواله رسنیو کې لیکنې لولې، نو د ایت له دې برخې نه شوې ﴿الذين يستمعون القول﴾، کله چې ښه خبره مخته درشي، پر هغه له غور کولو وروسته هغه ومنې او عملي یې کړې؛ نو ته له ﴿فيتَّبعون أحسنه﴾، څخه شوې. کله چې ژوند کې دا طرز العمل او کړندود جاري ولرې؛ نو ته له هوښیارانو وګرځیدلې او سمه لاره دې بیا موندله. (أُولٰٓئِكَ الَّذِينَ هَدٰىهُمُ اللَّهُ ۖ وَأُولٰٓئِكَ هُمْ أُولُوا الْأَلْبٰبِ).

په دې طریقه که عام ژوند کوې یا په دې طرز او دود خواله رسنۍ ګورې؛ بې له شکه ته بریالی، د قران کریم پر لاره روان او هوښیار یې. او که تش د اعتیاد له مخې په طفلانه او ماشومانه توګه چټي لګیا یې چې څه خوند درکوي هغه لولې/ګورې، د فکر، عمل او سړیتوب په کیسه کې نه یې نو خدای مه کړه ته د وخت قاتل یې او پر ځان ظلم کوې، نه دې دنیا، یې او نه د اخرت، بلکي دواړه خرابوې او د (خَسِرَ الدنيا والآخرة) له جملې یې. الله مو دې وساتي

حامد افغان

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button