اشرف غني!ویتنامیانو خپل لاسپوڅي مشر ته کومه سزا ورکړه؟

خط اول
اشرف غني روانه اوونۍ د بي بي سي له نړیوال سروېس سره په مرکه کې وویل، چې افغانستان ویتنام نه دی او نه دلته دولت سقوط کوي. نوموړي د طالبانو د احتمالي بریا په اړه اندېښنې بې‌ځایه وبللې او یې وویل: دا ویتنام نه دی.‌ دولت د سقوط په حالت کې نه دی. اشرف غني هغه دولت هم د سقوط وړ ونه وباله، چې اوسمهال یې ډېره خاوره د طالبانو تر واک لاندې ده. د امریکا په تاریخ کې ویتنام هم هغه هېواد دی، چې د دغه هېواد عسکرو پکې ماتې وخوړه او په تېښته ترې ووتل. د ویتنام په جګړه کې د امریکا ۵۸زره عسکر مړه شول، ۱۵۰زره یې ټپیان شول او ۲۰۰سوه زره یې ورک شول، چې تراوسه یې درک معلوم نه‌شو. د ویتنام په شل کلنه جګړه کې امریکا ۱۲۰مېلیارده ډالر ولګول، سلګونه زره عسکر یې په روانیو ناروغیو ککړ شول او درې مېلیونه ویتنامیان هم مړه او ټپیان شول او ۱۱مېلیونه یې بې‌کوره شول. د ویتنام جګړه د کمونېزم«اشتراکي» او کپیټلېزم«پانګه‌والۍ» ترمنځ جګړه وه او ویتنامیانو د عقیدې پر بنسټ نه، بلکې د هېواد د ازادۍ جګړه کوله. د امریکا له ماتې وروسته ویتنامیانو خپل امریکايي پلوه مشر انګو ډین ډایم ته د مرګ سزا ورکړه او ځانونه یې ترې بې‌غمه کړل.
اشرف غني هره ورځ د سولې ضد یوه خبره کوي. کله وايي چې د سولې لپاره لا هم یو فرصت شته، زور د حل لاره نه ده او موږ باید یوې سیاسي هوکړې ته ورسېږو. خو د ده سیاسي هوکړه هم همداسې ده، چې دی په واک کې پاتې وي. دوې میاشتې وړاندې یې ویلي وو، چې واک یوازې ټاکل شوي ولسمشر ته سپارم. یعنې دی غواړي چې طالبان دې هم د حزب اسلامي په څېر د کابل په یوې ځانګړې سیمه کې کلابند شي او کله چې د ده واکمني پای ته ورسېږي او افغانستان ټول چور کړي، بیا که سوله کېږي، امریکایان او ناټو وځي او که پاتې کېږي، خپل کار یې دی، خو چې دی په واکمنۍ کې پاتې شي.
نوموړي د سې شنبې په ورځ هم د ولسي جرګې او حکومت ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا په اړه ارګ کې یوې ناستې ته وویل، افغانستان تر بل هر وخت تلپاتې او عادلانه سولې ته د رسېدو لپاره په غوره حالت کې دی. اشرف غني عادلانه سوله دې ته وايي، چې د ده واک د خوندي کولو ضمانت ورکړل شي او که چېرته دی له واک لرې کېږي، نو هغه سوله «په تېرو اتلس کلنو لاسته راوړنو» سره کرښه راکاږل دي او د ده په خبره چې «جمهوریت» هم په خطر کې لوېږي.
د سې شنبې په ورځ په قطر کې هم د طالبانو او حکومتي پلاوي ترمنځ له اوږده ځنډ وروسته لومړۍ ناسته وشوه، چې دواړه لوریو ښه وبلله. له دې ناستې وروسته له عامو خلکو سره یو ځل بیا د سولې هیلې پیدا شوې؛ ځکه له تېرې میاشتې راهیسې د دواړو لوریو ترمنځ ناسته نه وه شوې. دلته پوره شل کاله جګړه شوې او دغه جګړه په یوه، دوه او درې ورځو کې نه ختمېږي، بلکې هر اړخیزې خبرې به کېږي او یوې پایلې ته به هم ښکېل لوري ځانونه رسوي. ځکه که داسې ونه‌شي، نو راتلونکې ګواښونه، ننګونې او ستونزې به له دې هم ډېرې پېچلې وي. خو د سولې د خبرو په جریان کې باید د سولې ضد خبرې ونه‌شي او نه له خلکو شته هیلې هم واخیستل شي. سوله په پوره انعطاف او لویه قربانۍ راځي؛ خو که د اشرف غني په ګډون امرالله صالح، حمدالله محب، رولاغني، اسدالله خالد، سرور دانش، دوستم او ځینې نور د سولې ضد خبرې کوي، پر وړاندې یې خنډونه جوړوي، نو دغه بهیر له دې نور هم غځېږي، چې زیان یې ډېر او ګټه یې نه‌شته.
که همدا نن له اوسني حکومت سره د امریکا او ناټو مرسته نه وي، نو دغه حکومت په داخل کې دومره چنجن شوی چې خپله د سقوط پر ژۍ ولاړ دی. اداري فساد اوج کې دی، خلک له لوږې خپل پښتورګي پلوري، کار نه‌شته، پر کابل د غلو واکمني ده، هدفي وژنې ډېرې شوي، د ملي شتمنیو تالان ګډ دی او ټول حکومتي چارواکي په دې هڅه کې دي چې څنګه له دې هېواد شته شتمني هم لوټ کړي او بهر ته یې په ځانګړو الوتکو کې ولېږدوي.
اشرف غني! ویتنامیانو خپل لاسپوڅي مشر ته د مرګ سزا ورکړه. د تا او ستا د لاسپوڅي امریکايي حکومت چارواکو ته به افغان ملت کومه سزا درکوي؟

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button