زه مجاهد یم

د کانکور د اماده ګۍ او چمتوالي یو لوی مرکز ته لاړم، خپل معین ټولګي ته ننوتلم په څوکۍ کېناستم، په ټولګي کې ښوونکی ولاړ و، زده کوونکیو ته یې پر سپینه تخته پر رنګه قلمونو د درس مهم عناصر لیکل او بیا یې لوست تشریح کولو، ټول شاګردان ښه ويښ او بیدار ورته ناست وو او له ښوونکي نه د ریاضي درس پر جهاد ورګډ شو؛ یعنې پر جهاد، مجاهدینو او… پسې یې بد رد پیل کړل. ویل یې: افغانانو د ملګري نور محمد (تره کي) او د هغه د انقلابي نظام خلاف جنګ پیل کړ، ځکه امپرالیستانو غولولي ووو، جنګ یې تود کړ مونږ ته یې موقع را نه کړه، چې د انقلاب له انقلابي ثمرو څخه ولسونه برخمن او مستفید کړو!
یوه زده کوونکي ترې وپوښتل: ولسونه ولې ستاسو خلاف راپورته شول؟ څه مالي اهداف یې لرل او که ستاسو نظام له معنویاتو (دین، او اخرت…) سره ټکر و؟ ځواب یې ورکړ: ګرانه ټکر نه و، ولې ملت د امپرالیستانو د زهرجنو پروپاګندو په وسیله بې لارې شوی و، په دنیا کې یې جنتونه ورته جوړ کړي وو، حال دا چې انسان مړ شي؛ نو ختم شي نه بیا ژوند شته او نه جنت او دوزخ شته. هغه زده کوونکي ورته ویل: زمونږ رب جل جلاله او نبي کریم صلی الله علیه وسلم وايي: جنت شته، د نیکانو له پاره دی او دوزخ هم موجود دی چې د کافرانو، بدانو او له اخرته د منکرانو له پاره دی. هر څوک چې اخرت نه مني هغه کافر دی، دوزخ ته به ځي او هغه به یې د تل له پاره هستوګنځی وي، د مارکس، لینن، ستالین او تره کي په خبرو څوک عمل نه کوي، دا ملت به تل د هغه چا خلاف جهاد کوي چې هغوی له دین او ایمان څخه منکر وي او…
درسي وخت پوره شو، ښوونکي هم ساعت ته وکتل، د لوست اړوند درسي مواد یې د مېز پر سر پرېښودل او له ټولګي یې پښې سپکې کړې، نېغ د کورس پر اداره ورننوت، د کورس مسؤل ته یې د ټولګي کیسه ټکي په ټکي تېره کړه، البته خپلې خبرې یې هاغه مهال وژولې کله چې د کورس مشر ورته وویل: استاذ قند! ته مې د ریاضي مضمون له پاره معلم کړی یې د (تره کي شناسي) مضمون زما په کورس کې نشته او بله دا چې زه مجاهد یم، وم او بیا به هم هغه مجاهد یم. ما د اسلام سپیڅلي اصول منلي، د کورنۍ څو کسان مې د تره کي او امین په لومړیو ورځو کې تري تم شوي، چې لا تر اوسه یې خرک او درک و نه لګېده. زه هغه مجاهد نه یم چې په غلا، چور چپاول او لوټماري پسې مې پښې را بډ وهلې وي. زه د الله جل جلاله د دین د اقامې له پاره راپورته شوی وم، که د شرق او غرب ډول او سورڼي ته نڅېدلی وای، ما به هم اوس پلازې، شرکتونه او مارکیټونه لرل او د دې ساتلو له پاره د وزارت د معینیت یا ریاست پر څوکۍ ناست وم.
د مرکز مسؤل د ریاضي معلم ته په ډاګه وویل: بښنه غواړم! که د ریاضیاتو درس ورکولی شئ؛ نو راځئ او که (تره کي شناسي) سره مینه لرئ، هغه زمونږ په کورس کې نشته. په دې سره هغه له خپله ځایه پاڅېده او لاړ، سبا ګهیځ د دوشنبې پر ورځ چې د حوت (۴مه) نېټه وه، یوه ډله کسان د کانکور د تیاري نیولو پر مرکز راننوتل او د ادارې لوري ته لالړ، د مرکز مشر موجود و، هغه یې ښه راغلاست وکړ، ورسره کېناست او چای یې ورته راوغوښت.
له میلمنو څخه یو تن وویل: وروره تا لکه چې په پاکستان یا بل کوم عربي هېواد کې تحصیلات بشپړ کړي؟! مشر ورته وویل: نه ما په هېواد کې زده کړې ترلاسه کړې دي؛ لا مې کوم بهرنی هېواد نه دی لیلدلی.
میلمه: نو دا د بنسټپالنې فلسفه دې چېرته زده کړې ده؟
مسؤل: د کانکور د امادګۍ او چمتوالي کورس چلوم، د فلسلې کورس نه دی او د بنسټپالنې فلسفه خو بیخي نه پېژنم، چې دا لا څه ده؟
میلمه: پرون دې د ریاضیاتو له محترم استاذ سره چې څه خبرې کړې وې، هماغه د بنسټپالنې فلسله ده، هماغه د اوسني تروریزم فلسله ده او دا تل د انقلابیانو له پاره خطره ده!!
مسؤل مشر: ښه! دا نو ستاسو په آند فلسفه او خطره ده؛ خو زمونږ په آند دا د جهاد، هجرت او شهادت له پاره مبارزه ده او د نړیوال کفر د سر خطره ده، دا زما کورس دی په دې کې ساینسي علوم لوستل کیږي. دلته (د ملحدانو پېژندنه) افکار نه تدریسږي، که څوک یې لولي او تدریسوي یې هغوی دې د سیاست او سیاسي زده کړو مراکزو او فاکولتو ته لاړ شي.
میلمه: عزتمنده مشره! که د ځان خیر غواړئ او کورس چلوئ نو له دې خبرو او داسې فکر لرلو لاس واخلئ.
مشر: له دینه څوک لاس نه اخلي یعنې زه مسلمان یم، له دینه نه لاس په سر کېږم، جهاد مې کړی، پرې ویاړم او د سرو کمونستانو ظلمونه مې غندلي، چې اوس یې هم غندم او بیا به یې هم مذمت کوم. اوس ستاسو نظام ما ته اجازه راکوي، چې په ازادانه ډول وغږېږم، ځکه دیموکراتیک اصول د بیان د ازادي حق ورکوي. د کمونستانو د ظلمونو په نتیجه کې د سردار محمد داود خان جمهوري نظام چپه شو، له هغه وروسته د حوت په میاشت کې د تره کي ملګرو دوه سترې تراژیدۍ رامنځته کړې ، یوه د کابل د مسلمان ولس پاڅون چې کمونستانو د توپونو او ټانکونو په واسطه وځاپه او کابل یې ونیو…
نور بیا….
لیکنه: عباس عابد

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button