طنزي تعریفات: پارلمان

(پارلمان) ترکيبي کلمه ده چي د انگرېزي ژبي له (پارا) ياني نيم او پښتو ژبي له (لم) څخه جوړه شوې ده. څرنگه چي پارلمان له يوه وکيل څخه نه جوړېږي، نو (لم) په جمع، ياني (لمونو) سره ويل کېږي، د دې اشتقاقي تحلیل په رڼا کي ویلی شو چي پارلماني وکیل ته په لغت کي (نیم لمی) وایي، تسميه وجه یې دا ده چي د دې خلکو نیم لم د ولس او پاتې نیم يې د وزيرانو په پيسو ژوندی وي، په زراعت کي بیا هغه کښت ته ويل کېږي چي څوک په ځمکه کي یو تخم وکري، اما تر اصلي تخم مضر او اضافي بوټي ډېر په کښي راشنه شي، خو په سياسي او قانوني اصطلاح کي بیا هغو بېوزلو، معصومو، غير مسئولو او واجب الاحترام خلکو ته ويل کېږي چي د نورو له پاره قانون جوړوي، خو خپله يې پر ځان نه عملي کوي، ان دا چي ځيني يې د قانون تعريف هم نه پېژني!؟ د اعصابو ډاکټران وايي چي د پارلماني وکيلانو حافظه له نورو انسانانو څخه بيخي جلا ده، د انتخاباتو پر وخت يې ملت او د وکالت پر وخت يې شخصي ګټي او حکومت په ياد وي!؟
عبدالنافع همت

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button