طنز: بې روزګاره بېزو او زمری

یوه ورځ یو دولسم پاس ځوان چې د کار په لټه کې و یو ژوبڼ ته لاړ او د کار غوښتنه یې وکړه.
د ژوبڼ مدیر ورته وویل چې کار خو نلرو خو ته راته ښه ځوان ښکاره شوې مرسته به درسره وکړم.
زمونږ بیزو مړه شوې ده نو که ته د بیزو څرمن واغوندې او په قفس کې ها خوا دې خوا ټوپونه وهې نو د تنخوا څښتن به شې.
ځوان ورسره ومنله.
بله ورځ کله یې چې ټوپونه وهل نو ناڅاپه د زمری قفس ته ور ولویده.
نو په نارو یې پیل وکړ: مرسته وکړئ! زه بیزو نه یم زه ( بکلوریا ) پاس یم.
په دې وخت کې زمری ورته غوږ کې وویل: غلئ شه ! خدای دې خوار که … زه خپله هم د رښتیا زمری نه یم، زه ډیپلوم انجنیر یم کار روزګار نه و دې کار ته راغلم.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button