د امرالله صالح یو سکرتر نیول شوی او د شپږنیمو بجو غونډې له ننګونو سره مخ دي

عزم(جمعه،۸کب ۱۳۹۹): په هدفی وژنو کې تر تورنیدو وروسته د امرالله صالح دفتر په اداری کې هم ښکیل معرفي شوی دی. راپورونه وایي چې د اشرف غني د لومړي مرستیال”امرالله صالح” د دفتر یو سکرتر د امنیتي ځواکونو لخوا د اداري فساد په تور نیول شوی دی.
سرچینې وایي، د امرالله صالح دغه سکرتر په ملکي او نظامي ادارو کې د رشوت په بدل کې ګمارنې کولې او دغه راز یې ځینو کسانو ته دولتي قراردادونه هم د بډو په بدل کې ورکول.
په همدې مهال، نورې سرچینې بیا وایي چې د اشرف غني د مرستیال “امرالله صالح” د شپږ نیمو بجو په نامه دایریدونکې غونډې هم ځنډیدلې دي.
معلومه نه ده چې د شپږنیمو بجو غونډې د هغه د سکرتر له قضیې پورې تړاو لري او که نورې ستونزې هم مخې ته راغلې دي؛ همداراز دا هم نه ده څرګنده چې دا بندیز مؤقتي ده او که د تل لپاره دا لړۍ تړل شوې ده.
د سرچینو په وینا، امرالله صالح او نږدې کسان یې په شدت سره هڅه کوي،د خپل مقام او اعتبار د ساتنې لپاره، ددغې موضوع د رسنیز کیدو مخه ونیسي
د صالح د دفتر ویاند رضوان مراد بیا وایي چې څه موده مخکې یې د دفتر یو کارکوونکی د جعلي اسنادو په تور نیول شوی، خو د سکرتر د نیولو په تړاو یې څه نه دي ویلي.
د امرالله صالح سکرتر داسې مهال د امنیتي ځواکونو لخوا نیول کیږي، چې نوموړی د اداري فساد پرضد د ارګ د جوړې شوې دستګاه غړیتوب هم لري او ترڅنګ یې د کابل د امنیت ساتنې مسؤلیت هم ور له غاړې ده.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button