حکمتیار: د انصاري له څرګندونو بشپړ ملاتړ کوو او له خپلو غوښتنو تیریدونکي نه یو

عزم(جمعه،۸کب ۱۳۹۹): د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د جمعې ورځې په ننۍ خطبه کې د هیواد پرحالاتو، د خپلو لاریونونو په ترسره کولو او د هرات د نومیالي عالم “مولوي مجیب الرحمان انصاري” د څرګندونو په تړاو خپل دریځ په ډاګه کړ.
حکمتیار انصاري ته په خطاب کې وویل، ته یواځې نه یې، مونږ او ټول ملت ستا ترڅنګ ولاړ یو، ستا خبرې د ملت د فرد فرد خبرې دي.
نوموړي وویل، د سیکولرانو، ملحدینو او مفسدینو ملګرتیا نه یواځې ګناه ده، بلکې د اسلام له دایرې هم سړی باسي. «مونږ ستاسو په ګډون د هر حقپاله او ریښتیني عالم ترڅنګ ولاړ یو،ستاسو مبارزه ریښتینې ده او خپله مبارزه مو په پوره جرأت مخته یوسئ، مونږ او ټول ملت مو ملګری ده»

حکمتیار وویل، د تصمیم نیونې عالي شورا یې په اتفاق سره دا پرېكړه وكړه چي په كابل ښار كي په پراخو تظاهراتو لاس پوري كوي او د کابل د ټولو ولسوالیو خلک یې همکار دي.
نوموړي زیاته کړه، د دې لپاره چي د كابل له گاونډ او همجوارو ولاياتو به هم يو شمېر خلك په تظاهراتو كي د شركت لپاره كابل ښار ته راځي؛ ښايي كابل ښار ته راتلونكې ټولي څلور لاري بندي شي، نو له همدې كبله به له عام افغانانو وغوښتل شي چي د تظاهراتو له پيل تر پاى پوري؛ كابل ته خپل راتگ وځنډوي؛ د دې لپاره چي په لارو كي بند پاته نشي او له ستونزو سره مخامخ نشي.

د حزب اسلامي مشر پر دولتي چارواکو غږ وکړ چې د تظاهراتو د امنيت تأمينولو لپاره خپل روزل شوي مطمئن غړي ټاکي؛ له كومو واټونو چي لاريونونه تېرېږي؛ هلته به د موټرو د تگ راتگ كېږي؛ «د حكومت له امنيتي ځواكونو به هم غواړو چي له دې واټونو لري واوسئ؛ د دوى حضور ته نه يوازي كوم ضرورت نشته؛ ځكه موږ خپل امنيت او د واټونو امنيت په خپله ساتو؛ په امنيتي ځواكونو كي داسي نفوذي عناصر په كافي شمېر كي شته چي د شرارتونو د مخنيوي لپاره بايد همدا تدبير وكارول شي او امنيتي ځواكونه له تظاهراتو كافي لري واوسي. »
نوموړي ټینګار وکړ چې تظاهرات یې سوله ايز دي؛«نه ارگ نيسو، نه د ارگ له دېوالو وراوړو، نه له ارگ ناستو وزارتونه، ولايتونه او سفارتونه غواړو، نه د اقتدار د وېش غوښتنه لرو، نه د وسله وال پاڅون اراده او تصميم لرو؛ فقط له شعارونو او بيرغونو سره او په سوله ايزه توگه سړكونو او واټونو ته راوځو؛ كه واكمنو زموږ مشروع غوښتنو ته تمكين وكړ او د فوري عملي كولو قطعي او ډاډمنه ژمنه ئې وكړه؛ په شرارت او لجاجت ئې لاس پوري نكړ؛ نو دا يوه ورځنۍ مظاهراه به په آرامي سره تېره شي او حكامو ته به څو ورځي د مطالباتو د عملي كولو لپاره مهلت وركړى شي؛ خو كه د مخكي په څېر ئې د غدر، خدعې، تخلف، بې مروتي او دروغجنو وعدو لار خپله كړه؛ نو دا تظاهرات به إن شاء الله؛ نه يوازي كابل كي دوام كوي بلكي نورو سترو ښارونو ته به هم انتقالېږي.»

حکمتیار وویل، د علماؤ د ترور مخنیوی، په ارګ کې د جګړې غوښتنې د دریځ ختمیدل، هیواد ته د وسلو د مخفیانه وارداتو مخنیوی، د حزب اسلامي سره لاسلیک شویو مادو باندې د حکومت عمل کول او د حزب اسلامي کډوالو لپاره د اقداماتو ترسره کیدل یې له مهمو غوښتنو دي، چې باید ارګ یې ومني

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button