Jannah Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.

د دوحې تړون باید په اسلامي تاریخ کې په سرو زرو ولیکل شي!

لیکنه: ابرار بهیــــــــــــــر

امریکا تقریباً شل کال وړاندي، پر افغان خاوره، افغان مظلوم ملت او پر یوه ثابت قدمه مکمل نظام باندي یې حُجوم راوړ. د جنګ او دیپلوماسۍ له ټولو قوانیونو خلاف یې داسي عمل تر سره کړ چي، د ظلمونو او بې عدالتۍ ریکارډ به یې تر ورځي قیامت پوري څوک مات نه کړي.
افغانان یې څوک بې کوره، څوک شهیدان، څوک زخمیان، څوک بندیان او ځینې یې له ډول ډول شکنجو څخه تېر کړل. کورونه، مدرسې، مساجد او عام المنفعه ځایونه یې ټول بمبار کړل. علماء، حافظان او قومي مخور یې یا شهیدان او یا یې په رنګارنګ تورونو بدنام کړل.
په مقابل کي افغانان هم داسي څوک نه دي چي د اشغال تر سیوري لاندي دي بې غمه خوبونه وکړي، نه داسي هیڅکله هم نه شي کیدای، افغانان داسي څوک دي چي، اشغالګرو ته په ماتې ورکولو سره په نړۍ کي زرین تاریخونه لري، هغوی د انګریزانو او روسانو په څېر ښکرورو ښکر داسي مات کړي چي، اوس هم بې ښکرو ګرځي، او د بیا راتګ لپاره به خپلو بچیو ته هم د نه راتګ نصیحتونه کوي.
طالب هغه څوک وو چي په کلیواله اصطلاح یوازې د یوې جرابي په مټ یې د بې 52 ډوله، کروز، بلک هاک، بې پیلوټه، ټانګونو، ډول ډول اسلحو او یونیم لک فوج او زیات شمیر داخلي ګوډاګیانو په قابل کې لکه سپر ودرېدی.
طالب نه ټانګ، نه طیاره، نه اوسنی لکسیس، فلډر موټرونه او نه لیزري اسلحه درلودل. طالب یوازي د خالد او عمري هوډ او الهي نصرت پر مټ دا درنده هم را چپه کړه. داسي کانې یې پرې وکړې چې د وتلو او شاتګ لار ترې ورکه سوه.
امریکا د زور له موج څخه راکشته سو او مکار سیاست یې پیل کړ، دوی غوښتل له دې لاري خپله ماته پُزه جوړه کړي، پوره اتلس میاشتي یې خپل ټول توان وکړ، خو دلته هم له محمدي مقتدیانو سره مخ شول، دوی په دې تړون(د دوحې تړون) په مرسته یوازې دومره وکولای شول چي صرف د څوارلسو میاشتو لپاره له ډبولو لاس واخلي او په اخیر کي په ارامه توګه تر خپل کور پوري ولاړ سي، چي دا لاسته راوړنه یې یوازې د خپل ځان لپاره وه نه د پاته ګوډاګۍ ادارې لپاره.
خو پوهېږﺉ طالبانو څه تر لاسه کړل؟
* د طالبانو حقه مبارزه او کلک دریز نه یوازي امریکا بلکي داخلي ادارې او ټولو نړیوالو ته معلوم شو، او په نړیواله سطحه یې ملاتړ تر لاسه کړ.
* طالبانو نه یوازي په جګړه بلکي د میز پر سر مبارزې یو غوره مثال د نړۍ مسلمانانو ته پرېښودی. د نړۍ مسلمانان دا تړون باید د تاریخ پاڼو کي په سرو زرو ولیکي.
* هغه طالبان چي نړیوالو به ورته ترهګر ویل اوس ورته د لیدنو لپاره رسمي بلنلیکونه استوي، تر څو له دوی څخه د ستونځو د حل غوښتنې وکړي او ورسره پراخ سیاسي روابط ولري، چې په دې ډله کې د نړۍ ټول زبرځواک هیوادونه لکه: چین، روسیه، ترکمسنتان، ایران، پاکستان او نور هیوادونه شامل دي.
* د طالبانو تر ټولو لویه لاسته راوړنه د پوره پنځه زره بندیانو ازادیدل وو، چي د دې تړون اهمیت یې لا زرین او تاریخي کړ.
* په اخیر کې دوحې توافقنامه د بین الافغاني مذاکراتو لپاره د بنسټ په حیث ومنل شوه.
د دوحې توافقنامه د اشغال څخه د ګران هېواد د آزادۍ او د یرغلګرو د شکست توافقنامه وه/ ده، نو ځکه د اشغال خادمانو څه کم 90 ورځي د سولې د مذاکراتو پروسه چې د افغانانو لپاره حیاتي ارزښت لري په دې خبره وځنډول چې موږ ته دا توافقنامه د منلو نه ده په داسې حال کي چې روانې ناستې د توافقنامې په اساس تر سره کیږي.
د حوت لسمې په ویاړ.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button