د طالب ملي او سیاسي مسؤلیت!

پورته دواړه وسیلې د الله تعالی د رضا حاصلولو او د خدای پر ځمکه د خدای قانون ته لار هوارولو اساسي موخې دي.
دې موخو ته د رسیدو لپارہ گڼو خلکو د تاریخ په په اوږ‎دو کې مختلف مسؤلیتونه او سیاست فی سبیل الله غوره کړی ځینو خو بیا بی مثاله قربانۍ هم ورکړي چې تر ټولو مشهوره او د تاریخ ځلانده قرباني یې په یویشتمه پیړۍ کې د اسلامي نظامونو د دفاع او د قیام لپاره د خارجي مجاهدینو په ساتنه کې د طالب د سر په بیه سودا کول و.

دغه سودا د مرحوم عالیقدر ملا محمد عمر مجاهد (رحمة الله علیه) د خپل برحال نظام او په زرګونو ځوانانو قرباني وه چې د بھرنیو مهاجرو مجاهدینو لپاره یې ورکړه، او هیڅ دنیاوی معامله یې پر ونکړه؛ تاریخ یی شاهد دی چې افغان مسلمان مجاهد ولس او د اسلامي امت نور ولسونه پرې ویاړی، خو د دې تر څنګ، طالب د هیواد او ملت په وړاندې هم ځینې مهم مسؤلیتونه لري چې اړ‎تیا یی تر بل هر وخت څخه اوس زیاته محسوسیږ‎ي.

د وخت په رارسیدلو سره طالبانو ته د افغانانو او د نړۍ د مسلمانانو د قربانیو او ملګرتیا جبران اوس د هر وخت څخه زیات اړین دی، د تیرو دوه لسیزو په جریان کې د یو اسلامی سیاسی نظام او مسلمانانو د نمایندګۍ په صورت کی همدغه افغانان همکار او ملاتړي و چی په همدې سیاسي او نظامي تعقیب د ٢٠٢٠/٠٢/٢٩ تاریخ په قطر دوحه کی د اشغال د خاتمې او د سولې د پروسې بې مثاله تړون د دنیا د ستر ظالم قوت او طالبانو ترمنځ امضاء شو، ددغه تړون او هدف ته د رسیدو لپاره په تاریخ ٢٠٢١/٠٢/١٣ د طالب مشرتابه د ځینو نورو فرمانانو په تعقیب یو داسی بې مثاله اعلان او سپارښتنه هم په لاندی ډول وکړہ:

” ټولو مسؤلینو او مجاهدینو ته هدایت دی چې هیڅوک نه شي کولای چي په خپل سر بهرنيو وگړو ته په خپلو صفونو کي ځای ورکړي، او یا یې له ځان سره پټ وساتي، که هرچا داسي عمل تر سره کړ أو تاسي ولایتي مسؤلینو ته یې معلومات وشو، نو له مسؤلیت څخه بې لیرې معزول کړئ، دلگی او گروپ يې لغوه کړئ او د بعدی جزاء لپاره يې د نظامي چارو کمیسون ته معرفي کړی“

تر څو د دغو تغیراتو او اصلاحاتو په کار اچولو سره اساسي او مهم هدف یعنې د اشغال خاتمه او په افغانستان کې د اسلامي نظام د نفاذ د هدف د ترلاسه کولو لار هواره او مقابل جھت تشویق شي.

لازمه ده افغاني او نور مجاهد مبارزین او اسلامی سیاسیون دومره سیاسي درایت او درک ولري چې که اسلامي امارت یا طالب په خپل ځان داخلی او جهانی اجماع او اعتماد جوړه نکړی، هیڅ امکان نلری چی ددنیا هیڅ مسلمان او مجاهد ته یې د تاوان علاوه خیر ورسیږي، نو ضروري ده چې مشترک اطاعت او سینې پراخه او سیاسي فکر په کار واچول شي تر څو د دوحی تړون عملي او تطبیق شي.

طالبانو سره د نژدې رابطی لرونکي ددې خبرې شاهدان دي چې د طالبانو د تیر قدرت په دور کې هم ځینو مجاهدینو او مسلمانو اتباعو د یوې خوا وعدی او ژمنتیا ښودله چې موږ‎ د طالب مشرتابه اطاعت کوو، خو د بلې خوا یې خپلې مستقلې څرګندونې کړنې او ډلې جوړولې چی نتیجه یی د یو اسلامي نظام ړنګیدل او شل کلن اوږد جنګ پیلیدل و، په زرګونو شهادتونه او داسی نور وشو چې بلاخره د افغانستان خاورې ته د نړۍ د ٤٨ صلیبي قواو راتګ او د ګران افغانستان د مستقیم اشغال باعث وګرځیدل.

ګاونډي او دخیل هیوادونه:

د گاونډیو هیوادونو او طالبانو تر منځ سیاسي روابط هم پداسې تار تړل شوي چې د هیڅ یوې بخۍ د اوبدلو توان او قوت نه لري، ایران چې په اصل کې د طالبانو سره سیاسي او مذهبي توپیرونه لري خو ځینو خلکو د تیرو څوکلونو څخه تور پوری کاوه چی د طالبانو سره مرستې کوي، خو په ٢٠٢١/٠١/٣١ تاریخ د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف څرګنده کړه چې ھغوی ھم په افغانستان کې د طالبانو اسلامی امارت نه غواړي یعنې یواځې د جنګ لپاره تشویق او د امریکا لپاره د سر خوږي جوړولو په موخه ترې استفاده کوي.
همدا رنګه پاکستان هم د خپل دایمي سیاسي تجارت له مخې د طالبانو سره په مرسته تورن دی خو په حقیقت کې تل کوشش کوي چې طالب د خوږی ګوتې ونیسي او خپلې موخې ترې استفاده کړي چې پدې اخیرو ورځو کې د پوځ ویاند جنرال افتخار په ٢٠٢١/٠٢/٢٤ تاریخ د طالبانو د نظام یا اسلامي امارت د قدرت ته د رسیدلو سره د مخالفت اعلان وکړ او وې ویل: مونږ د طالبانو نظام په افغانستان کې نه غواړو پاکستان کوشش کوي چې د طالب مخالفانو څخه د تیر په شان خپلې اقتصادي او استخبارتي موخې او مرستې ترلاسه کړي، تاریخ شاهد دی د افغانستان ګاونډیانو او ښکیلو هیوادونو تل د افغانستان په قضیه کې په ډیره سپین سترگۍ داسې کړنې او څرګندونې کړي او له دې پس به یې هم کوی، دا نو د طالب د سیاسی درایت استعداد، اتحاد او یو والي پورې اړه لري چی په داسې گنگس وضعیت کې څرنګه کولی شي د خپل ملت هیواد او دین لپاره د سیاسي تجارانو یعنې د افغانستان ګاونډیع هیوادونو د سیاسي پالیسیو څخه معقوله استفاده وکړ‎ي.

روسیه هم د افغانستان د پخوانیو دښمنانو په څیر تل دا ټینګار کړی چې د طالبانو د یواځې مستقل اسلامي نظام ملاتړ نه کوي بلکې د طالب سره خپل دوښمن مشترک بولي چې د روسیې د خارجه وزارت خاص استازی ‏کابلوف پدی اخیرو ورځو کې وویل: طالبان یوسرتاسري ملي تحریک دی، دافغانستان د ټولنې نه بېلېدونکې برخه ده، او دوه لسیزې یې دیوې خارجي مشترکی قوې په مقابل کې جنګ او مبارزه وکړه.
همدا رنګه یې د ٢٠٠٠١ م کال راپدیخوا د هیڅ خارجي ترورستي او خارجي جهادي تنظیم سره تړاو ندی لرلی، پالیسي یې هم ملي او افغاني ده چې په کور دننه اسلامي نظام او د فساد له منځه وړل غواړي د افغاني سیاست مهمه برخه ده.
په حقیقت کې د کابلوف څرګندونې ریښتینی دي خو بیا هم د شرق او غرب دواړو سیاستونه د اسلامي ډلو خلاف او د خپلو هیوادونو د ګټو په معیار ولاړې او محاسبه کیږي.

سیاسي درایت:

طالبان چې یو ملي افغاني او اسلامي تحریک دی، هم ورته لازمه ده چی د وخت پر تقاضا خپل سیاست د پخوا په شان د ملي او افغاني معیارونو په چوکاټ کې محاسبه او یوځای د نظامي فعالیت او سیاست فی سبیل الله سره پرمخ بوځي، تر څو اساسي موخو؛ د اشغال خاتمه، سوله او اسلامي نظام ته نژدې او ورسیږي.

طالبان او ملګري یې باید د ورته کړنو او اقداماتو پر وړاندې هماغسی ودریږي او خپلو مخالفینو ته پرمخ تاریخي څپیړې ورکړي چې دنیا ورته د تیر شل کلن نظامي فعالیت او مبارزې په شکل ګوته په غاښ ده.

البته دا کړنه او درایت د درک احساس او ژمنتیا په صورت کې ممکنه ده، پدې باید وپوهیږو چې افغانان خصوصا طالبان نور ددی توان نلري چې یو ځل بیا خپل سیاسي، ملي او د هیواد مسؤلیت ددغه قضیې قرباني کړي.
ممکن کله چې طالبان او ملګري یې نژدې شوي هدف ته ورسیدل او په نړیواله کچه یې په هیواد کې یو ریښتینی اسلامي نظام قایم کړ، بیا ددغسې قضایو دفاع او د خارجی مجاهدینو شرعيطاو انساني حق ته ځواب ویل او پخپل لمن او سیمو کې د هدمفمندو مقاصدو د ترلاسه کولو لپاره یې ملاتړ کولی شي.

زمونږ په نظر بهتره او لازمه داده چې د طالب مشرتابه د اعلان سره سم فعلي حالاتو کې ټول خارجي مجاهدین د افغانانو او طالبانو مشکلات درک او د خپلو مشرانو لکه د القاعدې مشر ایمن الظواهری چې په دوحه کې د ٢٠٢٠/٠٢/٢٩ تاریخ د سولې د توافقنامې سره سم اعلان وکړ چې مونږ ددغه توافقنامې سره هیڅ مشکل نلرو او ملاتړ یې کوو، نو لازمه ده چې د طالبانو ټول ملاتړي او خواخواږ‎ي د توافقنامی د تطبیق لپاره د لارې هوارولو کې خپله ونډه واخلي مرسته او زمینه سازي ورته وکړي.

د سیاسي درایت خاوندان پدې پوهیږي چې نظامي فعالیت هدف نه وسیله ده او همدارنګه په موجوده شرایطو کې د اسلامي امارت د سولې پروسه هم په افغانستان کې د هدف د ترلاسه کولو لپاره د یو ضروري او مناسبې وسیلې په توګه یادولی شو، نو د نورو مجاهدینو مرسته توجو او د خپلو همفکره ملګرو اطاعت کول هم ددغه هدف لپاره اړینه او ضروري خبره ده.

د افغانانو سره د هیواد او یو مستقل اسلامي نظام په جوړولو کې د مسلمانانو او خارجي مجاهدینو لپاره هماغسې ریښتینې مرسته لازمه ده لکه څرنګه چې د همدغه افغان طالبانو مرحوم مشر ملا محمد عمر مجاهد رح پخپل وخت کې کړې وه، مونږ پدی باور یو چې د هدف تر لاسه کولو وروسته به د افغانانو او نورو مسلمانانو ترمنځ به بهترین مناسب روابط موجود او افغانان به هم د لسهاو کلونو وروسته د اسلامي نظام په لرلو سره د ارام سا واخلي.

طالبانو او خواخوږو ته یې پکار ده چې په شریکه د نظامي فعالت په تعقیب د سیاست فی سبیل الله لار ته پوره توجو وکړي او یوہ لحظه عمیق فکر وکړي چې څنګه کولی شي خپلو اوږدمهالو موخو ته د دغه سیاسي درایت او احساس د لارې ځان ورسوي تنها وژنې زورونې ورانول او نور مونږ د یو اسلامی نظام د قیام لپاره د نژدیوالي پر ځای نور هم سره لرې کوي او وروسته مو پریږدي؛ نظامي فعالیت باید په ریښتیا د حقیقي هدف چی د الله عزوجل پر ځمکه د الله تعالی د نظام نفاذ دی، د وسیلې په توګه استعمال کړو او ورته داسې متوجې شو لکه بزگر چی خپل کرلي کښت ته په اوبو ورکولو او رسولو کې متوجې وي.

بزګر چې کله خپل کښت ته اوبه رسوي، مخکې ترې روان وي ویالې ورته پاکوي، په ویاله کې موجودو خاورو ښځلو او ډبرو ته متوجې کیږي او لرې کوي یې. که بزگر د اوبو په مخ کې پرتو موانعو ته متوجې نشو اوبه خپله لار بدلوي او نژدې چې د هر چا ویالې پاکې، خالي جوړې او منظمې وي د هغه کښت ته داخلیږي، که هلته د هغه بل کښت خاوند هم متوجې نه و او قرار ارام خوبونه یې د مخکیني کښت د بزګر پشان کول، په لاس د ورغلي موقع یې سالمه او پر وخت گټه پورته نکړه، پوخ رسیدلی او تیار کښت یې له منځه ځي او د ټول کال تکلیف زخمت یې په اوبو لاهو کیږي چې همدا چاره کټ مټ د غربي اشغال په مقابل کې د نظامي فعالیت تر څنګ په موجوده حالاتو کې د طالبانو د د سیاسي حالت سره سمون خوري باید ورته متوجې او بیدار و اوسي.

د څلورو لسیزو د دوه اشغالونو په وړاندې د شهیدانو قربانۍ، سوله د اسلامي نظام چانس او افغانستان د سوریې د حالته ژغورل د خپلو شخصي ګټو شاته کول او دخیلو استخباراتي کړیو سره په مقاومت او سیاسي درایت لاس ته راتلای شي لکه څرنګه چې د بزګر توجو خپلو اوبو او کرلي کښت ته وي، سیاست همداسې دی د رهبره تر عسکره به خپلې معقولې قربانۍ او تکلیف ګاللو ته توجو کوي، نظامي فعالیت به د سیاسي فعالیت سره یو برابر د یوې قوي وسیلی په توګه د هدف د ترلاسه کولو لپاره په ریښتیني توګه استعمالوي!

ومن الله توفیق

حدید الله ذاکری (لندن)
٢٠٢١/٠٢/٢٦

 

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button