ننګرهار کې د نکلي لوښو په تولید کې ډېروالی راغلی

عزم(یکشنبه، ۱۰، کب ۱۳۹۹): د ننګرهار د صنعت او سوداګرۍ خونه وايي، په دغه ولایت کې د نکلي لوښو په تولید او پانګونه کې ډېروالی راغلی دی.

له یادې خونې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د ننګرهار په مرکز جلال‌اباد ښار کې د «ولي برادران» په نامه د نکلي لوښو کارخونې په خپلو تولیداتو کې ډېروالی راوستی دی.«دې کاخونې په ۱۳۹۶ل کال کې د ۱.۵مېلیونه افغانیو په لومړنۍ پانګونې سره د نکلي لوښو په تولید کې خپل فعالیتونه پیل کړل، خو اوس یې خپله پانګه ۹۰زره امریکايي ډالرو ته رسولې ده.»

د خبرپاڼې له مخې، دغه کارخونه له بهر څخه خام توکي واردوي او په یوه ورځ او شپه کې د ۲۰۰کیلوګرامه خامو توکو څخه ۴۰ډوله نکلي لوښي جوړوي، چې د ننګرهار د سیمه‌ییزو بازارونو ترڅنګ یې نورو ولایتونو ته هم استوي.

د دې کارخونې مسوول ویلي، په دغه کارخونه کې یې ۲۵تنو ته د کار زمینه هم برابره کړې ده او لسګونه نور کسانو ته یې هم په نامستقیم ډول د کار زمینه برابره کړې.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت څو میاشتې وړاندې د هېواد د تولیدي صنایعو په برخه کې د اړتیا وړ خامو توکو د ګمرکي تعرفو په کمولو کې د پام‌وړ کموالی راوست، چې ورسره د صنایعو د ودې او د صنعتي تولیدي کارخونو د تولید کچه هم ورسره لوړه شوې ده.

د ننګرهار سربېره په ګڼ شمېر نورو ولایتونو کې هم زرګونه کوچنۍ کارخونې فعاله دي، چې زرګونه کسانو ته یې د کار زمینه هم برابره کړې ده.

په هېواد کې ګڼ شمېر پانګه‌وال وايي، که حکومت ورته د برېښنا، ځای او امنیت زمینه برابره کړي، په ګڼو صنعتي ښارګوټو کې به کارخونې فعاله کړي او ګڼ خلک په کار وګماري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: